د هېواد په دولسو ولایتونو کې له دوهویشت ښځینه شاعرانو او لیکوالانو سره د سلاموطندار د مرکو موندنې ښيي چې ډېری یې له ټولنیزو ستونزو سره مخامخ دي او په خپلو شعرونو او لیکنو کې تر ډېره د افغان ښځو اړوندې ستونزې او ناهیلۍ څرګندوي. دغه ښځې وايي چې د شعرونو په لیکلو او ویلو سره د هغو ښځو دردونه، ناهیلۍ او ناویلې منعکسوي چې غږ یې چوپ شوی او د ژوند ډېرې ننګونې تجربه کوي.
د یادو ښځو له ډلې دوه یې په ننګرهار، دوه په بامیان، دوه په کاپیسا، درې په کابل، دوه په بادغیس، دوه په فاریاب، دوه په بدخشان او دوه په بلخ کې دي او په تخار، بدخشان، لوګر او کندهار کې بیا له یوې یوې سره مرکې شوې دي.
دوی په ادبیاتو کې د ښځو ونډه مهمه بولي او زیاتوي چې خلک او حکومت د ښځینه شاعرانو او لیکوالانو چندان ملاتړ نه کوي. د کاپیسا اوسېدونکې شمیلا نبي چې له څوارلسو کلونو راهیسې لنډې کیسې لیکي وایي، په خپلو کیسو کې د افغان ښځو ستونزې او ننګونې یادوي او د قلم له لارې یې وضعیت او سختۍ تر نورو رسوي.
هغه لیکوالي مبارزه بولي او وايي: «د افغان ښځو مېړانه او له ستونزو او ټولنیز ژوند سره یې مبارزه ما ته د لیکلو انګېزه راکوي. دا چې څنګه له ستونزو سره مبارزه کوي، ما ته په اسانۍ سره انګېزه راکوي، څو یې په اړه لیکل وکړم. ډېری کیسې مې چې لیکلي، د ښځو په اړه دي.»
شمیلا نبي د «زن و زندهګي» په نوم یوه کیسه کې د یوې ښځې په اړه چې خاوند یې کار کولو ته نه پرېږدي، داسې لیکلي: «وروځې یې پورته نیولې وې او چابک زما خوا ته راغی، په یوه لاس مې یې غومبوری ټینګ کړ او په بل لاس مې یې وېښتانه شاته کش کړل؛ په نیولو ژامو یې وویل: دندې دنده! مګر زما ښځه به نه یې، یا به زه مړ شوی یم! یوازې مې هغه نارینه ته ژړل چې له پلار وروسته مې د ژوند د همت غر باله؛ هغه نارینه چې په ټول عمر کې یې زما د ملاتړ ژمنه راسره کړې وه. هغه چغې وهلې، خو ما څه نه اورېدل…»
ذکیه معصومي هم په فاریاب کې یوه ښځینه شاعره ده چې شاوخوا ۵۰ شعرونه یې لیکلي دي. هغه وايي، د بېلابېلو موضوعاتو، په تېره د ښځو په اړه لیکل کوي او د هغو غږ اوچتوي چې چوپ پاتې دی.
ذکیه زیاتوي: «افغان ښځې چې په کومو شرایطو کې ژوند کوي، د ښځو پر روح باندې یې ډېر منفي اغېز کړی دی؛ ښځو د خپلې راتلونکې په اړه ټولې هیلې له لاسه ورکړي؛ ډېرې کمې شاعرانې به وي چې د ژوند سختۍ یادې نه کړي. ښځې تل د ټولنې او کورنۍ له بېعدالتیو کړېدلي او شکایت یې کړی دی.»
د هغو ښځو له ډلې چې سلاموطندار ورسره مرکې کړي، دولسو یې ویلي چې له ټولنیزو خنډونو او محدودیتونو، توپیري چلن او د دوی شعرونو او لیکنو ته له ارزښت نه ورکولو سره مخامخ شوې دي.
د بدخشان اوسېدونکې الهامه نصرتي چې لنډې کیسې رومان لیکي، وايي چې اوس له خنډونو، محدودیتونو، ټولنیز توپیري چلن، له کورنیو محدودیتونو او ناسم امنیتي وضعیت سره مخامخ دي.
کندهار کې یوه شاعره سرینا د هغو خنډونو او ننګونو په اړه غږېږي چې خپله ورسره مخامخ شوې ده. نوموړې زیاتوي: «له پنځلس کلنۍ مې شعر لیکل پیل کړل؛ پلار مې هم شاعر دی. کورنۍ مې ملاتړ وکړ، خو اوس مو په ټولنه کې نرواکي ده او ښځو ته ارزښت نه ورکوي چې شعر ووايي او ملاتړ یې وکړي. اوس شرایط او ناهیلي سخته ده، شاعرانو ته سخته ده؛ مالي ستونزې لري؛ د تېر غوندې شعر ته په درنه سترګه نه ګوري.»
شپږو ښځینه شاعرانو او لیکوالانو بیا ویلي چې د ټولنیزو محدودیتونو او ننګونو له کبله خپلې لیکنې او اثار نهشي خپرولی او په ډېر کله ځان سانسوروي.
د بامیان اوسېدونکې خاطره سادات چې ادبي ټوټې، لنډې کیسې، غزل او سپین شعر لیکي، وايي: «کومې ستونزې چې وینم، د ځان سانسورول دي او داسې فرصت نه پیدا کېږي چې موږ د رسنیو له لارې خپلې لیکنې نورو ته وښیو. ان نندارتونو ته فرصت نهدی برابر شوی او نه هم د کلتور ریاست لخوا ملاتړ شوی. شرایط داسې دي چې موږ هېڅ روښانه راتلونکې نهشوو تصور کولای.»
کابل کې کیسهلیکواله نجمه فرهمند وايي: «ډېری کیسې مې د ښځو په اړه دي. ستونزه دا ده چې ښځې د چاپولو حق نه لري او ټول مسایلو مخاطبانو ته نهشي رسولی. زما یوه لویه ستونزه د جواز اخیستل و او دا چې غوښتل مې افغانستان کې یې چاپ کړم، خو له بده مرغه ونه توانېدم؛ ځکه ځینې ستونزې وې.»
اوو نورو ښځو سلاموطندار ته ویلي چې هېواد کې د وروستي سیاسي بدلون، د نجونو او ښځو پر زدهکړو او کار بندیز له کبله یې په تېرو درېوو کلونو کې لیکوالۍ او شاعرۍ ته مخه کړې ده.
د کابل اوسېدونکې منیره نوري چې په خصوصي پوهنتون کې د قضا او څارنوالۍ پوهنځي زدهکړیاله وه او د پوهنتونونو په تړل کېدو سره له زدهکړو بېبرخې شوې، وايي: «کله چې پوهنتون وتړل شو، ما لیکوالۍ ته مخه کړه؛ لامل یې دا و په کومه ټولنه کې چې ما د زدهکړو او کار حق نه درلود، کور کې بندیوانه شوم، دغه حالت پر ژور خپګان اخته کړم؛ ځکه مې هڅه وکړه چې ځان ته یو تکیهځای ومومم؛ نو کتابونو ته مې مخه کړه، وروسته ورو ورو مې له لیکلو سره مینه زیاته شوه او پر لیکلو مې پیل وکړ.»
د بامیان اوسېدونکې پروین سادات چې دولسم ټولګی یې پای ته رسولی، خو نور یې مخه نیول شوې، وايي: «څرنګه مې چې وویل، یوه موخه مې دا ده چې باید د ښځو په اړه لیکل وکړم؛ ځکه ښځې اوس ښه وضعیت نه لري، ښوونځي او پوهنتونونه یې پر مخ تړلي دي او د افغان ښځو د اصلي وضعیت په اړه باید ولیکل شي.»
بلهخوا یوشمېر ښځې چې په ادبي او کلتوري غونډو کې د ګډون لېواله دي وايي، د تېر په پرتله د ادبي او کلتوري غونډو جوړېدل او پهکې د ښځینه شاعرانو او لیکوالانو ستایل کمرنګه شوي او دغه وضعیت د شاعرانو، لیکوالانو او خلکو انګېزه ترې اخیستې ده.
د کابل اوسېدونکې ماسوا احمدي وايي: «مخکې د ډېرو ادبي غونډو جوړېدو شاهدان وو؛ ښځینه شاعرانې او لیکوالانې به ستایل کېدې؛ همدارنګه ادبي ټولنې وې چې د ښځو اثار به پهکې نندارې ته اېښودل کېدل، خو اوس کمې شوې دي. ادبي غونډې اوس نه جوړېږي. که وضعیت همداسې دوام وکړي، ښايي هېڅ شاعر او لیکوال د شعر او لیکنو انګېزه او ورسره مینه له لاسه ورکړي.»
د ښځو حقونو فعالان هم په ادبیاتو کې د ښځو رول او ګډون مهم بولي او له سرپرست حکومت څخه غواړي چې ملاتړ یې وکړي. د ښځو حقونو فعاله وږمه یعقوبي وايي: «اوسنی حکومت له بده مرغه د ابیاتو او شعر ملاتړ نه کوي او د شعر او ادبیاتو برخه کې محدودیتونه لګوي. که همداسې روان وي، د افغانستان هر څه، په تېره شعر او ادبیات به له منځه ولاړ شي.»
د ښځو حقونو یوه بله فعاله سوسن خالقیار وايي: «سم او سالم حکومت باید هنرمندانو او هغو کسانو ته چې په خپل هنر سره د ټولنې نیمګړتیاوې بیانوي، اجازه ورکړي، نه دا چې مخه یې ونیسي. همداشان، غونډې باید جوړې کړي چې هغوی وهڅول شي، څو ډېر فعالیت وکړي.»
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
خو د سرپرست حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزارت مسوولان وايي، هغه اثار چې د خلکو او ټولنې په ګټه وي، ملاتړ یې کوي او چاپ او خپرېدو ته یې اسانتیاوې برابروي.
د دغه وزارت د فرهنګ او هنر مرستیال عتیقالله عزیزي په دې اړه سلاموطندار ته ویلي: «په بېلابېلو غونډو کې یې خپل اثار نندارې ته کېښودل او لپاره یې پروګرامونه جوړ شول. همدارنګه، ښځې کولای شي چې د فرهنګي جایزو د کانکور پروګرام کې چې هر کال د اطلاعاتو او کلتور وزارت له لوري جوړېږي، خپل اثار ثبت کړي. د ښځینهوو اثار او تالیفات چې زموږ د خلکو او ټولنې په ګټه وي، هڅه کوو چې نندارې ته اېښودو، چاپ او خپرېدو ته یې اسانتیاوې برابرې کړو.»
افغان ښځینه شاعرانې او لیکوالانې داسې مهال د ښځو او نجونو د ستونزو او ننګونو په اړه لیکل کوي او شعرونه وايي چې هېواد کې له سیاسي بدلون وروسته نه یوازې د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې وتړل شوې، بلکې د ښځینهوو پر کار هم محدودیتونه ولګېدل.