هېواد کې د روان کال د تلې پر اوومه په ناڅاپي توګه د انټرنټي خدمتونو د پرېکېدو له امله میلیونونه افغانان له اقتصادي، زدهکړو او نورو ستونزو سره لاس او ګرېوان شول.
سلاموطندار په دې راپور کې د انټرنټ پرې کېدو اغېزو ارزونې په تړاو کابل کې له ۳۷ ځوانانو سره چې شل یې هلکان او ۱۷ یې نجونې دي، مرکې کړي دي.
د دې مرکو پایلې ښيي چې ډېری دغه ځوانان د څو ساعتونو په ترڅ کې د هویت، اقتصادي او رواني ناورین سره مخ شوي دي.
د پیسو لېږد بندېدل، د بانکونو فعالیت ځنډېدل، له کورنۍ او دوستانو سره د اړیکې نشتوالی، د محصلینو د فیس ورکړې ستونزې او په دوکانونو کې د مشتریانو کمېدل، دا هغه مهمې ستونزې دي چې ډېری ځوانان د انټرنټ د پرېکېدو په موده کې ورسره مخ شوي دي.
د کابل اوسېدونکی ۲۸ کلن ځوان احمد عظیم، له هغو کسانو څخه دی چې له تېرو اتو کلونو راهیسې، د خوراکي توکو پلورنځي کې انټرنټ څخه استفاده کوي.
هغه وايي، د انټرنټ پرېکېدل یې کاروبار له جدي ستونزو سره مخ کړ: «اته کاله کېږي چې له انټرنټ څخه استفاده کوم، خو کله چې انټرنټ پرې کېږي، زموږ ۸۰سلنه عاید چې د بهرنيو پیسو په حوالو ولاړ دی، بندېږي. بانکونه کار نهشي کولای، موږ نهشو کولای پورونه تحویل کړو او نه هم له خپلو مشتریانو سره اړیکه ټینګه کړو. کله چې انټرنېټ پرې شي، نه شو کولای د کارتونو له لارې خدمات وړاندې کړو، دا زموږ کار ته سخت زیان رسوي.»
۲۵کلن یوسف چې د کابل اوسېدونکی، له تېرو اوو کلونو راهیسې د انټرنټ پرمټ زدهکړې کوي، وايي چې د انټرنټ پرې کېدل یې د زدهکړې او اړیکو پر فعالیتونو جدي اغېز کړی دی: «انټرنېټ ډېرې ځانګړې ګټې لري. مخکې مې کولای شول د تعلیمي برنامو څخه استفاده وکړم، خو اوس چې انټرنېټ پرې شوی، له هغو موادو بې برخې پاتې یم. هیله لرم چې دا ستونزه ژر حل شي او موږ وکولای شو لکه مخکې بېرته انټرنېټ ته لاسرسی پیدا کړو.»
همدارنګه، فیض محمد چې ۲۹کاله عمر لري او د کابل د بوستان سړک ټکسي ډرایور دی، ورته ستونزې بیانوي او وايي چې د انټرنېټ پرې کېدل یې د اړیکو او کاروبار پر فعالیتونو جدي اغېزې کړی.: «ډېرې کورنۍ مو په بهر کې ژوند کوي، خو د انټرنېټ د پرې کېدو له امله نه شو کولای له هغوی سره تماس ونیسو. زه د ډېرو مشتریانو اړیکې لرم، خو اوس نه شو کولای تماس ونیسو او دا وضعیت د بېکارۍ سبب ګرځي.»
دا راپور څرګندوي چې د انټرنټ نه شتون نه یوازې تعلیمي فعالیتونه اغېزمن کړي، بلکې د اقتصادي فعالیتونو او ورځني اړیکو په برخه کې هم جدي ستونزې رامنځته کړي دي.
محمدعالم فیضي چې ۲۵ کلن دی او د ژورنالیزم پوهنځي زدهکړیال او ۲۷کلن محمدجواد جعفري بیا د کمپیوټرساینس زدهکوونکی چې د انټرنټ د پرېکېدو له امله پر خپلو زدهکړو د رامنځته شویو ستونزو په اړه اندېښنه څرګندوي. دوی وايي، د دوی د درسونو ډېره برخه له انټرنېټ سره تړلې ده
محمدعالم فیضي: «زموږ ټول درسونه له انټرنېټ سره تړلي دي. موږ خپل درسي مواد د ګوګل له لارې لټوو او اړینې سرچینې له انټرنېټه ترلاسه کوو. اوس چې انټرنېټ پرې شوی، دا لاسرسی مو له لاسه ورکړی دی.»
جعفري وویل: «انټرنېټ او مخابراتي شبکې د زدهکړې لپاره حیاتي ارزښت لري. موږ ډېری وخت له آنلاین کتابونو ګټه اخلو. لکه څنګه چې اوبه او برېښنا د ژوند اړتیا ده، همداسې انټرنېټ هم د بشري ټولنې یوه بنسټیزه اړتیا ګرځېدلې ده.»
بلخوا، مرضیه سلیم چې ۳۰کاله عمر لري او د پنجشېر اوسېدونکې ده او صنم تیموري چې ۲۸ کلنه ده او د پروان اوسېدونکې، هم د انټرنېټ او مخابراتي شبکو د پرې کېدو له امله له ګڼو ستونزو سره مخ شوې دي. دوی له موقتي حکومت څخه غواړي چې انټرنېټ دې نه بندوي او خلکو ته دې د آزادې اړیکې حق ورکړل شي.
مرضیه سلیم وايي: «پنځه کاله کېږي چې له انټرنېټ څخه استفاده کوم، خو د پرې کېدو پر مهال له ډېرو ستونزو سره مخ شوم. زموږ غوښتنه له امارت اسلامي دا ده چې انټرنېټ بند نه کړي، ځکه دا د خلکو د ستونزو د حل یوه اساسي وسیله ده، نه ستونزه پخپله.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
تیموري وویل: «زه په آنلاین صنفونو بوخته وم، خو د انټرنېټ پرې کېدو له امله مې نهشوای کولای چې درسونه تعقیب کړم. له خپلې کورنۍ سره چې بهر هېواد کې ده، هم اړیکه مې پرې شوه. داسې احساس مو کاوه لکه له ټولې نړۍ څخه جلا شوي یو. زموږ غوښتنه له امارت اسلامي دا ده چې انټرنېټ بند نه کړي، ځکه دا د هر انسان حق دی چې ازاد ژوند ولري او خپله لار خپله وټاکي.»
د اقتصادي چارو کارپوهان وايي چې د انټرنېټ او مخابراتي شبکو پرې کېدل د هېواد پر اقتصاد او د بنسټونو پر فعالیتونو منفي اغېز لري. د دوی په وینا، د دې ډول حالاتو د مخنیوي لپاره اړینه ده چې د رسنیو، ټکنالوژۍ او مخابراتو متخصصین بدیلې لارې طرح کړي، څو اقتصادي او ټولنیزې اړیکې وساتل شي.
د اقتصادي چارو کارپوه او د پوهنتون استاد، احمد ولي سازش وايي: «بې له انټرنېټه اقتصاد نهشي چلېدای. نن ورځ سیاسي، تجارتي، اقتصادي، فرهنګي او ټولنیزې اړیکې ټولې د انټرنېټ له لارې ټینګېږي. نړۍ نن د یوه کلي بڼه خپله کړې، او افغانستان نهشي کولای له دې نړۍ بېل ژوند وکړي. که انټرنېټ نه وي، اقتصاد هم نهشي موجودېدلای.»
د ټکنالوژۍ کارپوه قریب ارین د انټرنېټ د نشتوالي پرمهال د سپوږمکۍ له لارې د انټرنېټ سیستمونه، لکه «ستارلینک»، د یوه اغېزمن بدیل په توګه وړاندې کوي. هغه وايي، دا ټکنالوژي د کورنیو شبکو پورې تړاو نهلري او په بېړنیو حالاتو کې د نړۍ له هرې برخې د اړیکو د ټینګېدو وړتیا لري.
نوموړی زیاتوي: «په اوسنیو شرایطو کې تر ټولو مناسب بدیل د سپوږمکۍ له لارې انټرنېټ (Satellite Internet) دی، ځکه دا سیستم د ځمکې له هرې برخې د څپو له لارې کار کوي او د کورنیو مخابراتي شبکو له بندېدو سره هېڅ تړاو نهلري. کله چې انټرنېټ پرې کېږي، استارلینک یو ښه انتخاب دی. یوازې ځینې وسایل باید فعال شي، چې له لارې یې بېسیم شبکو، آپریټرانو او د بیړني حالت د بیک اپ سیستمونو سره اړیکه ټینګېږي. دا یو مهم بدیل دی، او خلک کولای شي له دې لارې اړیکې وساتي.»
د ارواپوهانو په باور، هغه نسل چې په ډیجیټلي فضا کې زېږېدلي او روزل شوي، بېرته د بېانټرنېټه نړۍ ته ستنېدل ورته له روحي پلوه یو دروند او ستونزمن بدلون دی.
ارواپوهه لیلا عزیزي، وايي چې د ډیجیټلي اړیکو نشتوالی کولای شي په اوږدمهاله ډول پر ځوانانو ژور رواني اغېز وکړي.
هغې زیاته کړه: «له رواني اړخه، د ډیجیټلي اړیکو پرې کېدل کېدای شي، په لنډمهال کې د لنډمهاله ارامتیا لامل شي، خو په اوږد مهال کې دا کار د ځوانانو د یوازیتوب احساس، د زدهکړې د فرصتونو د کمښت او د ټولنیز ژوند د محدودېدو سبب ګرځي. که د انټرنېټ پر ځای د مطالعې او ټولنیزو اړیکو لور ته لاړ شي، ښه ده، خو که نه، دا حالت د انزوا، خپګان او نورو رواني ستونزو زمینه برابروي.»
په ورته وخت کې د ملګروملتونو د بشري حقونو دفتر د افغانستان د انټرنېټ پرې کېدل د بشري حقونو د جدي سرغړونې په توګه یاد کړي دي. دغه دفتر په یوه اعلامیه کې خبرداری ورکړی چې د انټرنېټ بشپړ بندېدل «ډېر جدي بشري پایلې» لري.
همدارنګه، د بخښنې نړیوال سازمان هم ویلي چې د انټرنېټ پرې کېدل د مرستو د وېش، روغتیایي خدمتونو او نورو ضروري چارو په وړاندې پراخ خنډونه رامنځته کوي.