د ملګرو ملتونو سرمنشي د ښځو نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي، یوازې ۶۴ سلنه ښځې هغو قانوني حقونو ته چې نارینه ترې برخمن دي، لاسرسی لري.
انتونیو ګوترش نن یکشنبه د حوت ۱۷ / مارچ ۸ پر اېکسپاڼه لیکلي، کله چې ښځې او نارینه په مساوي توګه خپلو حقونو ته لاسرسی ونه لري، برابري نهرامنځ ته کیږي.
هغه زیاته کړې چې د ښځو او نجونو د کرامت، عدالت او ازادۍ د تضمین لپاره باید له تبعیض ډک چلند او قوانینو سره مبارزه وشي.
ملګرو ملتونو ۱۹۷۵ کال کې د جنسیتي برابرۍ، له تبعیض سره د مبارزې او د ښځو له لاسته راوړنو څخه د نمانځنې په موخه د مارچ ۸مه د ښځو نړیوالې ورځې په توګه نومولې ده.