Asset 1SWN

سلام وطندار

نړیوال بنسټونه: ا.ا دې د پراختیايي پروژو پلي‌کېدو ته اسانتیاوې برابرې کړي

WhatsApp Image 2026-02-01 at 3.42.18 PM

د کلیوبیارغونې او پراختیا وزارت مسوولانو نن یکشنبه، سلواغې ۱۲مه، د هېواد په کلیوالي سیمو کې د پراختیايي پروژو د ښه پلي‌کېدو په موخه، په کابل کې له نړیوالو بنسټونو او کورنیو موسسو سره د همغږۍ ناسته وکړه.

د کلیوبیارغونې او پراختیا وزیر عبداللطیف منصور، له نړیوالو بنسټونو او کورنیو موسسو غوښتنه وکړه چې د افغانستان د کلیو وضعیت د ښه‌والي لپاره پراختیايي پروژې د دې وزارت په همغږۍ عملي کړي.

نوموړي وویل: «موږ په هره سیمه کې محلي شوراګانې لرو او د خلکو اړتیاوې موږ ته ښه معلومې دي. دا اړتیاوې به له تاسو سره شریکوو او د همدې مسوولیت له مخې مو کورنیو او بهرنیو مؤسسو ته بلنه ورکړې، څو وکولای شو په لرې پرتو سیمو کې د دې وزارت په همغږۍ او د زموږ د تخنیکي ټیمونو تر څارنې لاندې پرمختیایي پروژې عملي کړو.»


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


په ورته مهال  نړیوال بنسټونه او موسسې له اسلامي امارت غواړي چې په افغانستان کې د پراختیايي پروژو د تطبیق لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.

د دغو بنسټونو مسوولان وایي، د مرستو بهیر او د هوکړه‌لیکونو د لاسلیک اوږدېدل د دوی له اساسي ننګونو څخه دي او ټینګار کوي چې د پراختیايي پروژو د پلي‌کېدو لپاره دې اسانتیاوې رامنځته شي.

د نړیوال خوراکي پروګرام استازی عبدالرحمان ناصري وویل: «موږ هیله لرو چې لا ډېره همغږي رامنځته شي او مرستې مستحقو کسانو ته ورسېږي. همداراز باید تفاهم‌لیکونه په ټاکلي وخت کې عملي شي. په ځینو سیمو کې د مرستو د رسولو پر مهال لاسوهنه کېږي، خو زموږ په معیارونو کې باید مداخله ونه شي، ځکه موږ د همدې معیارونو د پلي کولو لپاره له نړیوالې ټولنې څخه مالي مرسته ترلاسه کړې ده.»

دCHI  موسسې رییس تاج‌محمد بصیر چې په دې ناسته کې یې ګډون کړی و، وویل: «هر څومره چې د ولایت په کچه همغږي زیاته شي، هماغومره به د پروژو په پلي کېدو کې اسانتیا رامنځته شي او د مؤسسو او بنسټونو ستونزې به راکمې شي.»

سره له دې، د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت مسوولان وایي، یادې ستونزې به وڅېړي او د اسلامي امارت له رهبرۍ سره به یې شریکې کړي.

همدارنګه، د ملګروملتونو د پروژو د خدمتونو دفتر (UNOPS)مسوولان وایي چې دغه اداره دامهال د افغانستان په شاوخوا ۱۰زره کلیو کې د زیربناوو د پراختیا، روغتیایي خدمتونو، انرژۍ، کارموندنې، د اوبو او چاپېریال د مدیریت د ښه‌والي او بېړنیو مرستو په برخو کې پروژې تر کار لاندې لري.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام