Asset 1SWN

د معلولیت‌لرونکو کسانو نړیواله ورځ؛ ملګري ملتونه: اړتیاوې دې حل شي

Person-with-a-blindness-disability-rflha4iub6yirs3yir0x8c0nhvlqwcdasyh6ofy9hk

ملګروملتونو اعلان کړی چې په نړۍ کې شاوخوا یو میلیارد او ۳۰۰ میلیونه کسان له یوه ډول نه یوه ډول معلولیت سره ژوند کوي.

دغه سازمان دا څرګندونې نن چهارشنبه، لیندۍ ۱۲مه، ډسمبر درېیمه د معلولیت لرونکو کسانو د نړیوالې ورځې په مناسبت کړې دي.

ملګروملتونو په یوه تازه څرګندونه کې ټینګار کړی چې د ښه او هر اړخیز راتلونکي لپاره اړینه ده چې د معلولیت لرونکو کسانو ځانګړو اړتیاوو ته په ټولنه کې په ټولو برخو کې جدي پام وشي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


یاد سازمان وایي، معلولیت لرونکي کسان د بې‌وزلۍ، د کار د فرصتونو د نشتوالي، د تبعیض او ټیټ معاش په څېر له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

د ډسمبر درېیمه په ۱۹۹۲کال کې د ملګروملتونو له‌خوا د معلولیت لرونکو کسانو د ننګونو حل، د خلکو پوهاوي لوړولو او د هغوی د ملاتړ پیاوړي کولو لپاره یاده ورځ د دغو کسانو لپاره نومول شوې ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام