د ننګرهار د همېشهبهار سب سټېشن کې د ۶۵ میلیون افغانیو په لګښت د ۳۰ مېګاواټه په ظرفیت د کپسیټر بانک نصبولو چارې پیل شوې.
د برښنا شرکت ویلي چې هېواد کې د برښنا کورنیو تولیدي سرچینو او شبکو پراختیا او پیاوړتیا پروژو پرلپسې پرانېستنې په دوام یې دا ځل د ننګرهار همېشهبهار سب سټېشن برښنا ولټاژ پیاوړتیا، د برښنا ضایعاتو مخنیوي او ټولو پېرېدونکو ته د زیاتې او پیاوړې برېښنا وېش په موخه د ۳۰ مېګاواټه په ظرفیت، د عصري کپسېټر بانک نصبولو چارو د پیل پرانېستنه وکړه.
د مسوولانو په وینا، په دغې پروژې شاوخوا ۶۰ میلیون افغانۍ لګښت راځي او په ۸ میاشتو کې به یې چارې بشپړې شي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د افغانستان برښنا شرکت عمومي اجرائیوي رییس ډاکټر عبدالباري عمر وویل، هېواد کې د برښنا ګڼو نيمګړو پروژو بشپړولو لپاره بودجه ځانګړې شوې او په بشپړېدو سره به یې خلکو ته په بېلابېلو برخو کې اسانتیاوې رامنځته شي.
ورته وخت کې د ننګرهار مرستیال والي مولوي عزیزالله مصطفی وویل، د برښنا تخنیکي پروژې ولس ته د خدماتو کیفیت لوړېدو برخه کې اغېزناکې وبللې او د برښنا انرژۍ تأمين برخه کې یې د خلکو همکاري اړينه وبلله.
د ننګرهار د صنعت او سوداګرۍ خونې ريیس حاجي تور ملنګ شګیوال د برښنا د دې سترې پروژې په اړه وویل چې دوی له پخوا راهیسې ورته په تمه وو، څو یې برښنا پیاوړې او د دوی ستونزې ورسره حل شي.