د اندونیزیا حکومت اعلان کړی چې ټولنیزې شبکې ټیکټاک د برښنايي خدماتو د وړاندې کوونکي په توګه د دې اپلیکیشن د راجستر حالت یې ځنډولی دی.
چارواکي وايي ټیکټاک اړین معلومات، په ځانګړې توګه د دې شبکې د لایو خپرونو په اړه، نه دي سپارلي.
سره له دې، د جمعې پر ورځ د اندونیزیا کاروونکي لاهم کولای شول ټیکټاک وکاروي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د اندونیزیا د مخابراتو او ډیجېټل وزارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې ویلي: «په وروستیو ملي مظاهرو کې ځینو حسابونو د ټیکټاک د لایو خپرونې له لارې د انلاین قمار فعالیتونو سره تړاو درلود او د همدې لارې یې ګټه تر لاسه کړې ده.»
حکومت ټینګار کړی چې د ټیکټاک څارنه به دوام وکړي او که دغه شبکه اړین قوانین په بشپړ ډول رعایت نه کړي، کېدای شي نور محدودیتونه هم پرې ولګول شي.