اندونیزیا دغه هېواد کې د ګوګل الفابټ له لوري جوړ شوی «ګوګل پکسل ځیرک» ټيلیفونونو پلور باندې بندیز لګولی دی.
اندونیزیا پر یادو ټیلیفونو دغه بندیز یوه ورځ وروسته له هغې اعلان کړ چې د اپل نړیوال شرکت «ایفون ۱۶» پلور یې، هم بند کړی دی.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د اندونیزیا د قانون له مخې، هغه بهرني شرکتونه چې دغه هېواد کې خپل موبایلونه پلوري، باید د یاد هېواد ۴۰سلنه توکي یا پرزې پهکې کارول شوي وي.
د اندونیزیا د صنعت وزارت ویاند فبري هندري انټوني ارېف رسنیو ته ویلي: «موږ دا قوانین اندونیزیا کې پانګوالو لپاره د عدالت رعایتولو په موخه جوړ کړي دي. هغه طرحه چې موږ ټاکلې، د ګوګل محصولات ورته پابند نهدي، نو نهشي کولای چې دلته وپلورل شي.»
ګوګل بیا وايي چې تراوسه یې په رسمي توګه اندونیزیا کې د خپلو موبایلونو وېش او پلور نهدی پیل کړی.
د یاد وزارت ویاند همداراز ټينګار وکړ چې پېردونکي کولای شي چې دغه ټيلیفونه واخلي، خو مالیه به ورکوي او په وینا یې، هېواد به ټول هغه موبایلونه غیرفعالېږي چې په غیرقانوني توګه پلور ته وړاندې شي او یا هم پلورل کېږي.
اندونیزیا همداراز یوه اوونۍ وړاندې دغه هېواد کې پر ایفون ۱۶ هم بندیز ولګاوه او لامل یې، د یاد هېواد د ورته قوانینو نهرعایتول په ګوته شوي دي.