د امریکا او ایران ترمنځ د ترینګلتیا په زیاتېدو سره، د هند لومړی وزیر نریندرا مودي نن چهارشنبه اسراییل ته ورسېد.
د راپورونو پر اساس، دواړو هېوادونو دغه سفر د اړیکو د لا پیاوړتیا لپاره یو فرصت بللی، په داسې حال کې چې په سیمه کې د امریکا او ایران ترمنځ ترمنځ د احتمالي پوځي شخړې د خطر په اړه اندېښنې زیاتې شوي.
اسراییلي چارواکو ویلي، تمه ده دواړه مشران د مصنوعي ځیرکتیا او دفاعي همکاریو په اړه خبرې وکړي او دغه سفر به بېلابېلو برخو کې د نویو مشارکتونو او همکاریو لپاره لاره هواره کړي.
د اسراییلو د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي وویل، د دواړو هېوادونو دوهاړخیزې اړیکې د پام وړ پرمختګ درشل ته نږدې شوې دي.
همدارانګه د هند لومړی وزیر به د اسراییلو پارلمان ته وینا وکړي او د دغه هېواد په رسمي هولوکاسټ یادګار کې به د ګلونو ګیډۍ کېږدي.
تمه ده دواړه مشران د مصنوعي ځیرکتیا او دفاعي همکاریو په اړه خبرې وکړي
مودي چې یو نشنلیست سیاستوال دی، په ۲۰۱۷ کال کې د هند په تاریخ کې لومړنی صدراعظم شو چې اسراییلو ته یې رسمي سفر وکړ.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د هغه سفر پر مهال ده او د اسراییلو ښياړخي لومړي وزیر بینیامین نتنیاهو د حيفا بندري ښار په شمال کې پر ساحل پښې لوڅې ګرځېدلي وو.
د مودي دغه سفر په داسې حال کې ترسره کېږي چې متحده ایالتونو د ایران ساحل ته نږدې پراخ سمندري ځواک ځای پر ځای کړی، په داسې حال کې چې دواړه هېوادونه د تهران د اټومي پروګرام پر سر د خبرو په بنبست کې دي.
پنټاګون هم یو الوتکې وړونکې بېړۍ د مدیترانې سمندرګي ته لېږلې چې د اسراییل ساحل ته رسېږي.
د هند د یوه څېړنیز بنسټ، د «اوبزرور ریسرچ فاونډېشن» کارپوه کبیر تانیجا وویل چې هېواد یې په سیمه کې د جګړې له پراخېدو سره موافق نهدی.
هغه زیاته کړه: «زه ډاډه یم چې دا ډول پیغامونه به پخوا هم لېږدول شوي وي او د دغه سفر پر مهال به هم وړاندې شي.»
د اسراییلو د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي هم ویلي چې د دغه سفر پر مهال به «سیمهییز اړخ» لرونکي بحثونه هم ترسره شي.