Asset 1SWN

د هند پوځ: د پاکستان هوايي بریدونو ته مناسب ځواب ورکړل شو

bsf_personnel_on_India_Pakistan_border

د هند پوځ ویلي چې د پاکستان پوځ تېره شپه او د جمعې په سهار وختي د لوېديځې پولې په اوږدو کې پراخ هوايي او توغندیز بریدونه کړي.

رویټرز اژانس د هند پوځ په خبره راپور ورکړی چې دغه بریدونه د شپې په ۱۱ بجو پیل شول او د سهار تر ۴ بجو یې دوام درلود. ویل شوي چې دغو بریدونو کې یوه ښځه وژل شوې، څلور کسان ټپیان دي او څو کورونه سوځېدلي دي.

رویټرز لیکلي چې «امریتسر» سرحدي ښار کې تر دوو ساعتونو پورې د خطر زنګ وهل کېده او د سیمې له اوسېدونکو غوښتل شوي وو چې کورونو کې پاتې شي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


ورته وخت کې د هند پوځ ویلي چې د پاکستان هوايي او توغندیزو بریدونو ته یې مناسب ځواب ورکړی دی، خو په دې اړه یې ډېر جزییات نه دي ورکړي.

پاکستان تراوسه هند سره پوله کې د بریدونو په تړاو څه نه دي ویلي.

دغه بریدونه وروسته له هغې ترسره کیږي چې د هند پوځ د سې‌شنبې په شپه پاکستان کې څو سیمې په نښه کړې. دغو بریدونو کې ۳۱ کسان وژل شوي او تر ۵۰ ډېر ټپیان دي.

د هند او پاکستا ترمنځ ننګونې د کشمیر پهلګام کې پر سیلانیانو تر برید وروسته زیاتې شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام