Asset 1SWN

هند: کشمیر کې مو درې پاکستانیان وژلي

india-pak-international-border-ib_625x300_1526614582520

د هند د کورنیو چارو وزرات وايي چې په جمو او کشمیر کې یې «پهلګام» پېښې په پورې تړلي درې پاکستاني وګړي وژلي دي.

په دې ترهګریز برید کې شاوخوا ۲۶ هندي سیلانیان ووژل شول چې وروسته بیا دواړو هېوادونو د څلور ورځو لپاره پر یوه بل بریدونه هم وکړل.

د هند کورنیو چارو وزیر امت شاه د یاد هېواد پارلمان ته وویل: «غواړم ټول ملت ته ووایم چې دا درې ترهګر ول چې زموږ هېوادوال یې ووژل چې اوس درې واړه ووژل شول.»

نوموړي همداراز زیاته کړې، له وژل شویو کسانو سره، د پاکستاني کارټونه او پاکستان کې تولید شوي چاکلیت موندل شوي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


هغه پارلمان ته د وینا پرمهال دا هم ویلي، هغه ټوپک چې له یادو کسانو ترلاسه شوي، تر څېړنو وروسته موندل شوې چې د پهلګام په پېښه کې کارول شوي وو.

د هند پوځ بیا اعلان کړی چې دغه کسان د کشمیر په ځنګلونو کې د وسله‌والې نښتې پرمهال وژل شوي دي. پاکستان بیا په دې پېښه خپل لاس لرل رد کړي او د پراخو څـېړنو غوښتنه یې کړې ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام