د هند د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویکرم مصري وایي، پاکستان دې وروستیو ساعتونو کې په پرلپسې توګه د اوربند هوکړه نقض کړې ده.
هغه وویل، د هند وسله والو ځواکونو د پاکستان دغو بریدونو ته مناسب ځواب ورکړی او د کرښې په اوږدو کې به هرډول خوځښت ته قاطع ځواب ورکړي.
د هند بهرنیو چارو وزارت مرستیال له پاکستانه غوښتي چې د اوربند هوکړې نقض کول پایته ورسوي او دغو سرغړونو ته د رسېدو لپاره اقدامات وکړي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
تر دې وړاندې د هند تر کنټرول لاندې د کشمیر اعلی وزیر عمر عبدالله ویلي وو، ټول سرینګر کې د ډزو غږونه اورېدل کیږي.
ورته وخت کې د پاکستان بهرنیو چارو وزارت وایي چې هېواد یې له هند سره د شنبې ورځې د اعلان شوي اوربند د صادقانه پلي کولو لپاره ژمن پاتې دی، خو پر همد یې تور پورې کړی چې ځینو سیمو کې یې اوربند نقض کړی.
هند او پاکستان تر څو ورځو جګړو وروسته تېره ورځ وویل چې د امریکا په منځګړیتوب یې په اوربند هوکړه کړې ده.