هندي رسنیو راپور ورکړی دغه هېواد د کشمیر له پهلګام برید او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ترینګلتیاوو له زیاتېدو وروسته، له پاکستانه پر هر ډول مستقیمو او غیر مستقیمو وارداتو بندیز لګولی دی.
هندي رسنیو ویلي چې د هند حکومت دغه پرېکړه د ملي امنیت د خوندیتوب په دلیل کړې او یاد بندیز به تر راتلونکو پرېکړو پورې نافذ وي.
ورته وخت کې د هند د بهرنۍ سوداګرۍ ادارې هم ویلي، هر ډول استثنا به یوازې د حکومت په ځانګړې منظورۍ ممکنه ووسي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د یادونې ده چې هند د کشمیر په پهلګام کې له مرګوني برید وروسته چې پهکې ۲۶ کسان ووژل شول، په پاکستان تور پورې کړ چې دې برید کې لاس لري، خو پاکستان دا تور رد کړی دی.
تېره ورځ د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف له امریکا هم غوښتنه کړې چې پر هند خپل فشار زیات کړي، څو د خبرو پر ځای په مسوولانه توګه عمل وکړي.