Asset 1SWN

هند له زلزله ځپلو سره بشري مرسته اعلان کړه

Gzwe8KqaYAA1xLD

د هند بهرنیو چارو وزیر اس‌جي شنکر ویلي چې د افغانستان بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي سره یې ټلیفوني خبرو کې د زلزله ځپلو په اړه خبرې کړي.

هغه دغو ټلیفوني خبرو کې ختیځو ولایتونو کې د تېرې شپې زلزلې له امله پر اوښتې مرګژوبلې خواشیني څرګنده کړې او ویلي، د ټپیانو د ژر رغېدو هیله لري او هند په دې سخت وخت کې د افغانستان تر څنګ ولاړ دی.

د هند بهرنیو چارو وزیر زیاته کړې چې ۱۰۰۰ زلزله ځپلو کورنیو ته یې خیمې رسولي او ۱۵ ټنه خوراکي توکي هم سمدلاسه د هند ماموریت لخوا له کابل څخه کونړ ته لیږدول کیږي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د هغه په وینا، نور مرستندویه مواد به سبا له هند څخه افغانستان ته واستول شي.

ورته وخت کې د افغانستان بهرنیو چارو وزارت هم یوه خبرپاڼه کې د هند بهرنیو چارو وزیر جې‌شنکر څخه په دې لوی ناروین کې له خواخوږۍ او د افغانانو لاسنیوي څخه مننه کړې او اړمنو خلکو ته یې د یادو مرستو د پر وخت رسولو ډاډ څرګند کړی دی.

د اسلامي امارت د چارواکو په وینا، کونړ، ننګرهار او لغمان ولایتونو کې د تېرې شپې زلزلې له امله تر ۸۰۰ زیات کسان مړه او نژدې ۳۰۰۰ نور ټپیان شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام