Asset 1SWN

هند او امریکا نن نړیوال جام کې د یوه بل پر وړاندې لوبه کوي

382248

د امریکا کرېکټ ملي لوبډله نن چهارشنبه، جون ۱۲مه د شل اووره سیالیو نړیوال جام په اې ګروپ کې له هند کرېکټ ملي لوبډلې سره سیالي کوي.

ټاکل شوې چې یاده لوبه نن د افغانستان پر وخت ۷ بجې د امریکا د ډالاس «ګرانډ پرېرا کرېکټ لوبغالي» کې ترسره شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

امریک او هند دواړو په روان نړیوال جام کې خپل سیال پاکستان ته ماته ورکړې او دواړه لوبډلې د دې چانس لري چې د اتو غوره لوبډلو پړاو ته لاره پیدا کړي.
پاکستان له دې ګروپ خپلې دوه لوبې بایللې او بېګاه یې کاناډا ته په ماتې ورکولو سره، دې جام کې خپله لومړۍ بریا خپله کړه.

هند په دې ګروپ کې لومړی ایرلنډ او له هغه وروسته پاکستان په یوې په زړه پورې لوبه کې مات کړ چې امریکا بیا په لومړي ځل پاکستان ته ستره ماته ورکړه. امریکا بیا خپله لومړۍ لوبه کې کاناډا مات کړ.

د یادو سیالیو د نن ورځې په شوې سیالي کې اسټرالیا په یوه اړخیزه توګه نمیبیا له مخې پورته کړ او پاکستان هم کاناډا مات کړ.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

سبا به د نړیوال جام سیالیو په لړ کې وېسټ‌انډیز له نیوزیلنډ کرېکټ ملي لوبډلې سره سیالي وکړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام