Asset 1SWN

سلام وطندار

هند او اسټرالیا نن د نړیوال جام پای‌لوبه کوي

371537

د هند په کوربه‌توب د پیل شوي یو ورځنیو سیالیو نړیوال جام پای‌لوبه نن کېږي چې کوربه هند به د اسټرالیا پر وړاندې ولوبېږي.

ټاکل شوې چې دغه لوبه نن یکشنبه د نومبر ۱۹مه د هند د احمداباد «نرېندرا مودي کرېکټ لوبغالي» کې ترسره شي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

هند په نیمه پای‌لوبه کې نیوزیلنډ ته په ماتې ورکولو پای‌لوبې ته لاره پیدا کړه او اسټرالیا بیا نیمه پای‌لوبه کې سوېلي افریقا له مخې پورته کړ.

اسټرالیا لوبډلې پنځه ځله د یو ورځنیو سیالیو نړیوال جام اتلولي ګټلې او کوربه‌ هندۍ لوبډلې بیا د درېیم ځل لپاره د دې جام د ګټلو درشل کې ده.

دواړه لوبډلې له دې وړاندې د ۲۰۰۳ کال د یو ورځنیو سیالیو نړیوال جام پای‌لوبه کې سره مخ شوې وې چې اسټرالیا لوبډلې هغه مهال هند ته ماته ورکړې وه.

هند او اسټرالیا په مخ شویو وروستیو پنځو یو ورځنیو سیالیو کې هند درې ځلې بریالۍ شوی چې دې لوبډلې ته ماته ورکړي. وروستۍ ځل چې هند اسټرالیا ته ماته ورکړه، د روان جام لیګ پړاو لوبه وه.

د احمداباد نرېندرا مودي لوبغالی چې د کرېکټ لوبغالو تر ټولو زیات ۱۳۲۰۰۰ نندارچیانو لپاره جوړ شوی، نن د هند په ملاتړ لوبغالي کې ته ورشي.

د اسټرالیا لپاره به لوبه کې تر ټولو ستر فشار هم لوبغالي کې د نندارچیانو شتون وي، هغه څه چې د اسټرالیا لوبډلمشر هم په خبري کنفرانس کې ورته اشاره کړې ده.

هند لا له وړاندې د پای‌لوبې لپاره ځانګړي مراسم نیولې دي. د ننداچیانو د موټر، موټرسایکلونو سربېره لوبغالي ته د لېږد لپاره اورګاډي هم ریزرف شوې دي.

همداراز دې لوبې ته د هند کرېکټ لوبغاړو سربېره هغه لوبډلمشران هم ورغوښتل شوي چې نړیوال جامونه یې ګټلې دي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په ورته مهال له سیالۍ وړاندې او لوبه کې د دمې پر مهال د ننداچیانو لپاره ځانګړي مراسم په پام کې نیول شوي چې د یادې لوبې ارزښت به نور هم لوړ کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام