Asset 1SWN

سلام وطندار

د ماستیت ناروغۍ زیاتوالی؛ د څارويو د شېدو کمېدل او د مالدارانو اندېښنه

bb

غزني کې یو شمېر مالداران وایي، څارويو کې یې د ماستیت یا د «غولانځې پړسوب» ناروغي زیاته شوې.

د مالدارانو په وینا، د دې ناروغۍ په زیاتېدو سره د څارويو د شېدو اندازه کمه شوې او د شېدو د پلور له لارې د دوی په ترلاسه کیدونکي عاید یې منفي اغېز کړی.

مالداران وايي، که د دغو ناروغیو مخنیوي لپاره په وخت اقدامات ترسره نه‌شي، نه جبرانیدونکي زیانونه به ورته واړوي.

د غزني ښار د «قلعه شهادي» سیمې اوسیدونکی جان علي او د خواجه عمري ولسوالۍ اوسېدونکې نفیسه وايي:

«کله چې دا ناروغي غوا ونیسي، غولانځه یې پړسېږي او شېدې یې د کار وړ نه‌وي. د شېدو رنګ بدل او ژېړ شي. دا د بزګرانو لپاره هم تاوان دی، ځکه که شېدې او مستې نه‌وي، نو مالداران زیان ویني.»

«زموږ د غوا په غولانځه کې لومړی یوه کوچنۍ دانه پیدا شوه، وروسته یې شېدې ژېړې شوې. خاوند مې غوا ډاکټر ته یووړه، ډاکټر وویل چې باید غوجله پاکه وساتئ. مخکې چې دا ناروغي نه وه، شېدې یې تر یو نیم من پورې وې، خو اوس نیم من یا تر هغه هم کمې شوي، او موږ ډېر زیان وینو.»

د مالدارۍ کارپوهان وایي چې د دې ناروغۍ د زیاتېدو مهم لامل د چاپېریال د حفظ الصحې نه مراعات او د مالدارانو د پوهاوي کمښت دی.

دوی ټینګار کوي چې د غولانځې پړسوب ناروغي مالدارانو ته په زیاته اندازه اقتصادي زیانونه اړوي.

د پوهنتون استاد او د مالدارۍ چارو څېړونکی حبیب الله فیضي په دې اړه وايي: «دا یوه خطرناکه ناروغي ده چې زیاتره پر غواوو او د هغوی پر غولانځو اغېز کوي. په پایله کې حیوانات لږې شېدې تولیدوي یا شېدې یې وچېږي. که په فارمونو کې حفظ الصحه مراعات نه شي، د څارويو ځایونه پاک نه وي، وسایل ضدعفوني نه شي او د مالدار لاسونه او د شېدو لوښي پاک نه وي، دا ناروغي خپرېږي. د مخنیوي تر ټولو ښه لاره د فارم د حفظ الصحې بشپړ مراعات دی، او که حیوان په دې ناروغۍ اخته شي، باید ژر تر ژره ډاکټر ته یوړل شي.»

د غزني د کرنې، اوبولګونې او مالدارۍ ریاست مسوولان وایي چې سږکال شاوخوا ۲۵۰ مالدارانو د خپلو ناروغو څارويو د درملنې لپاره د حیواني روغتیا کلینیکونو ته مراجعه کړې.

د دوی په وینا، د دې ادارې وترنران مالدارانو ته هر اړخیزې مشورې ورکوي.

د غزني د کرنې ریاست ویاند محمدذکریا هوتک وایي: «د مالدارۍ او حیواني روغتیا د آمریت د راپورونو له مخې، سږکال د غولانځو د پړسوب ۲۷۰ پېښې ثبت شوي چې له دې ډلې ۱۲۰ پېښې د غزني په مرکز او ۱۵۰ پېښې په ولسوالیو کې دي. د حیواني روغتیا او مالدارۍ آمریت فعال دی او مالدارانو ته خدمات وړاندې کوي. همدارنګه د عامه پوهاوي، د ناروغیو د تشخیص او د څارويو د واکسین په برخه کې هم فعالیت کوي.»

د غولانځې د پړسوب ناروغي د څارويو له عامو ناروغیو ده چې ډېری وخت د پوهاوي د کمښت او د چاپېریال د حفظ الصحې د نه مراعات له امله رامنځته کېږي.

کارپوهان ټینګار کوي که پر وخت یې درملنه ونه شي، ان د څارويو د مړینې لامل هم کېدی شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام