Asset 1SWN

سلام وطندار

عنایت‌الله خوارزمي: د تېرې شپې عملیاتو کې ۳۲ پاکستاني ځواکونه وژل شوي

عنایت‌الله خوارزمي

د دفاع وزارت ویاند وايي، د دفاعي ځواکونو د غچ‌اخیستونکو بریدونه په بهیر کې تېره شپه یوځل بیا د ۲۰۳ منصوري، ۲۰۱ خالد بن ولید او ۲۰۵ البدر قول اردو له لوري په ننګرهار، پکتیا، خوست او کندهار ولایتونو کې په پاکستاني لوري د لیزري ځواک پرمټ بریدونه شوي.

عنایت‌الله خوارزمي ویلي چې دغو بریدونو کې تر دامهال ۳۲ پاکستاني ځواکونه وژل شوي او لسګونه نور تپیان دي.

د هغه په وینا، دغو بریدونو کې یو ټاور او ۴ لویې پوستې هم نیول شوي.

دغه‌راز دوه ډرون الوتکې رانسکورې شوي او یو شمېر پوځي تجهیزات په مکمل ډول تخریب او له منځه تللي دي.

تر دې وړاندې د دفاع وزارت یوه خبرپاڼه کې ویلي وو چې د اسلامي امارت دفاعي ځواکونو د کابل بمبار لپاره د پاکستان د بمبار هڅه هم شنډه کړې.

دغه وزارت نن یک‌شنبه حوت ۱۰ / مارچ لومړۍ یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې اوس هېواد کې امنیت تامین او وضعیت تر کنټرول لاندې دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام