د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د پولیسو پر موټر د چاودنې له امله پنځه کسان وژل شوي او ۳۲ نور ټپیان دي.
د پولیسو په وینا، په چاودنه کې د ټپي شویو پنځو کسانو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ ښودل شوی دی.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د پاکستان جیونیوز رسنۍ نن یکشنبه، جنورۍ پنځمه راپور ورکړی چې چاودنه کې یو لوړپوړی پولیس چارواکی او د نوموړي د کورنۍ شپږ غړي هم ټپیان شوي دي.
په راپور کې ویل شوي چې د دې چاودنې مسوولیت بلوڅ بېلتون غوښتونکی پر غاړه اخیستی دی.
یوشمېر نړیوالو رسنیو بیا دغه برید «ځانمرګی» بللی دی. په چاودنه کې وژل شوي څلور ملکیان د بلوچستان د بېلابېلو سیمو اوسېدونکي دي.
بلوچستان کې له دې وړاندې هم د پاکستان پر پوځ او سرتېرو مرګونه بریدونه شوي چې تر ډېره د یادو بریدونو مسوولیت بلوڅ بېلتون غوښتونکې ډلې منلی دی.