Asset 1SWN

نژدې څلورو کلونو کې شاوخوا ۵میلیون افغانان هېواد ته ستانه شوي

افغان کډوال 33

د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت مسوولان وايي، تېرو نژدې څلورو کلونو کې له کله چې اسلامي امارت بیا ځلې واک ته رسېدلی، څه باندې ۵ میلیون کسان له ګاونډیو هېوادونو هېواد ته راګرځېدلي.

دوی وویل، د بیرته راستنېدونکو اړتیاوو ته د رسېدنې په موخه دغه وزارت لنډمهاله جامع پروګرامونه عملي کړي او اوږدمهاله پروګرامونه هم ترلاس لاندې لري.

د دغه وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني وویل: «د اسلامي امارت له بیا ځلې واکمنېدو راهیسې ۲۹۱زره او ۸۵۶ کورنۍ بیرته راګرځېدلي چې په ټوله کې ۵ میلیون او ۹۷ زره افغانان له ګاونډیو هېوادونو افغانستان ته راستانه شوي دي.»

د بیرته راستنېدونکو لپاره د لنډمهاله سرپناه‌وو رامنځ ته کول، د مالي مرستو وېش، د روغتیايي خدماتو وړاندې کول، د خوړو او غیرخوراکي توکو چمتو کول د کډوالو وزارت لنډمهاله پروګرامونه دي.

همدارنګه د ځمکو وېشل، کاري او ښوونیز فرصتونه، د بیرته راستنو شویو سوداګرو لپاره د اړتیا وړ اسانتیاوو رامنځ ته کول د دغه وزارت له اوږدمهاله پروګرامونو شمېرل کیږي.

خو له ګاونډیو هېوادونو یوشمېر بیرته راستانه شوي د کاري فرصتونو له نه‌شتون او اقتصادي ستونزو شکایت لري.

د هرات اوسېدونکي نورالله او د ننګرهار اوسېدونکي میرولي خان چې تازه له ایران او پاکستانه راستانه شوي، سلام‌وطندار سره خبرو کې وايي:

«درې میاشتې کیږي چې له اسنادو سره سره، له ایرانه اېستل شوی یم، د کار پر سر یې ونیولو، هلته اقتصادي وضعیت بد نه دی او مونږ هم د کار لپاره نورو هېوادونو ته ځو. دلته چې راغلي یو ډېری ورځې اوزګاره یو او کار هم درک نه‌لري.»

«دوه میاشتې وړاندې له پنجاب راغلي یو. زمونږ اقتصادي وضعیت خراب دی. کور مو کرایه دی، د ځمکې لپاره مو اسناد جمع کړي، خو درک یې نه دی مالوم شوی. وضعیت مو ډېر خراب دی.»


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


ورته وخت کې د کډوالۍ برخې یوشمېر کارپوهان وايي، د بیرته راستنېدونکو وضعیت ته د رسېدنې لپاره اړتیا ده چې اسلامي امارت او نړیواله ټولنه په ګډه هڅې وکړي.

دوی د کوچنیو پورونو ورکول، د کم‌لګښته سرپناه‌وو رامنځ ته کول، د کرنې، مالدارۍ او صنایعو له لارې د کاري فرصتونو برابرول د دغو هڅو بېلګې بولي.

د کډوالو حقونو فعاله اصفه ستانکزۍ وايي:

«دولت لومړی باید د راستنېدونکو لپاره د ثبت او پېژندنې سیستم ولري او وروسته د هغوی لپاره سرپناه‌وې برابرې کړي، هغوی ته ځمکې ووېشي، د کرنې، مالدارۍ او صنایعو له لارې هغوی ته کاري فرصتونه رامنځ ته کړي، ښوونیز پروګرامونه ورته جوړ کړي، ترڅو هغوی ځان بسیاینې ته ورسیږي، کوچني پورونه دې ورکړي.»

د یادونې ده چې د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت تر دې وړاندې ویلي وو چې د روان میلادي کال تېرو دوو میاشتو کې ۳۶۸ زره افغانان له پاکستان، ایران او ترکیې هېواد ته راستانه شوي دي.

خو د کډوالو په چارو کې د ملګروملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ ویلي، تېرو دوو میاشتو کې څه باندې ۵۰۰ زره افغانان له ایران او پاکستانه راستانه شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام