Asset 1SWN

شمالي‌کوریا کې ۱.۴ میلیونه ځوانانو پوځ سره د یوځای کېدو لپاره نوملیکنه کړې

2024-10-16T014122Z_964786056_RC2AKAA98Z4Q_RTRMADP_3_NORTHKOREA-SOUTHKOREA-1729060060

د شمالي کوریا دولتي رسنۍ وايي چې د روانې اوونۍ پرمهال دغه هېواد کې ۱.۴ میلیونه ځوانانو له پوځ سره د یوځای کېدو او بېرته ورګرځېدو سره نوملیکنه کړې.

رویترز خبري اژانس نن چهارشنبه، اکتوبر ۱۶مه راپور ورکړی چې پوځ سره د یوځای کېدو لپاره زده‌‌کوونکو او نورو ځوانانو نوملیکنه کړې او خوښي یې، څرګنده کړې چې د «دښمن له‌منځه وړو لپاره د انقلاب وسلو سره په مقدسه جګړه» کې وجنګېږي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د شمالي کوریا دولتي رسنۍ ویلي: «که جګړه پیل شي، د کوریا جمهوریت «ROK» به له نقشې پاک کړو. لکه څنګه چې دوی جګړه غواړي، موږ چمتو چې د دوی شتون پای ته ورسوو.»

شمالي‌کوریا پر سوېلي‌کوریا تور لګولی چې جګړې ته لمن وهي. دغه څرګندونې وروسته له هغې وشوې چې شمالي‌کوریا ادعا وکړه، سوېلي‌کوریا د څار لپاره د دوی هوايي حریم ته ډرون الوتکه ورلېږلې وه.

د رویټرز په راپور کې همداراز ویل شوي چې شمالي کوریا له دې وړاندې هم د ترېنګلتیا پرمهال له پوځ سره د یوځای کېدو لپاره د ځوانانو د نوملیکنې لوړ شمېر ادعا کړې.

د راپور پر بنسټ، تېرکال هم د یاد هېواد دولتي رسنۍ ویلي و چې شاوخوا ۸۰۰زره کسانو په خپله خوښه د امریکا پر وړاندې د جګړې لپاره د شمالي کوریا له پوځ سره د یوځای کېدو غوښتنه کړې وه.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

له دې وړاندې د ۲۰۱۷ کال پرمهال هم دې هېواد ادعا کړې وه چې ۳.۴ میلیونه کسان چې د واکمن ګوند غړي، کارګر او سرتېري په‌کې شامل دي، په رضاکارانه توګه خدمت کوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام