Asset 1SWN

تېرو ۲۴ساعتونو کې ۴۵فلسطینان مړه او ۱۳۰ ټپیان شوي

GettyImages-1719494043

د تېرې یوې شپې او ورځې پرمهال غزه کې د اسراییلي ځواکونو د بریدونو له امله ۴۵ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۱۳۰ نور ټپیان دي.

اسراییلي ځواکونو د غزې شمال کې خپلو بریدونو ته زور ورکړی او شاوخوا ۴۰۰زره کسانو ته یې، د وتلو امر کړی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دغه کسان هڅه کوي چې د جګړې له وېرې ځانونه غزې ته ورسوي، خو سړکونه تړل شوي دي. د وتلو دغه امر د غزې په شمال کې د درېوو مهمو ښارونو جبالیه، بیت‌حنون او بیت‌لاهیا اوسېدونکو ته شوی دی.

د تخلیې امر وروسته د یادو سیمو د خوندي وتلو په اړه اندېښنو هم زور اخیستی دی.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د الجزیرې خبري شبکې د راپور له مخې، جبالیه کډوالو کمپ کې د اسراییلو د بریدونو له امله اسراییلو د یادې سیمې روغتونونو ته امر کړی چې ۲۴ ساعتونو کې روغتونونه تخلیه کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام