Asset 1SWN

سلام وطندار

غزه کې اوربند؛ اسراییلو ۴۴ کسان وژلي

AFP__20250115__36U28XV__v1__HighRes__PalestinianIsraelConflict-1736966951

که څه هم غزه کې د اوربند ټينګښت لپاره منځګړو د حماس او اسراییلو ترمنځ هوکړې ته د رسېدو خبره کوي، خو له بېګاه راهیسې د اسراییلو بریدونو له امله ۴۴ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

بېګاه شپه ناوخته منځګړو اعلان وکړ چې اسراییل او حماس غزه کې د اوربند پر ټينګښت هوکړه کړې. له دې اعلان وروسته غزه کې ګڼ‌شمېر کسان لارو او کوڅو ته راووتل او د اوربند نمانځنه یې وکړه.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د حماس یوه چارواکي عزت الرشق ویلي، د قطر پلازمېنې دوحه کې د شوې هوکړې له مخې به اسراییل له غزې وځي، بې‌خایه شوي به خپلو کورونو ته ستنېږي او جګړه به د تل لپاره پای ته رسېږي.

بل‌خوا د اسراییلو کابینه بیا چمتووالی نیسي چې د اوربند دې هوکړې رایه وکاري او که مثبته رایه وکارول شي، نو اوربند به د روانې جنورۍ میاشتې له ۱۹مې پلی شي.

پر غزې د اسراییلو له شاوخوا ‍۱۵ میاشتو بریدونو او کلابندیو وروسته، د اوربند دې هوکړې ته د نړۍ ګڼ‌شمېر هېوادونو او مشرانو غبرګون ښودلی او د اوربند پر پلي‌کېدو یې، ټينګار کړی دی.

شهاب نیوز خبري اژانس راپور ورکړی چې د غزې په مرکزي سیمه کې پر یوه کور د اسراییلو هوايي برید له امله څلور کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

همداراز د غزې په شمال کې بیا سرچینو ویلي چې د اسراییلو د یوه مرګوني برید پرمهال ۴۰ کسانو ژوند بایللی دی.

په وژل شویو کې تر ډېره ماشومان شامل دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام