Asset 1SWN

سلام وطندار

لغمان کې سېلاب‌ځپلي:‎ ناچاره یوو او حکومت دې راته سرپناه جوړه کړي

سېلابونه

د تېر یوه کال پرمهال د لغمان مرکز او ولسوالیو کې د طبیعي پېښو له امله ګڼ‌شمېر زیانمنې کورنۍ له حکومت او مرستندویه بنسټونو د سرپناه جوړولو او مرستو غوښتنه کوي.

دوی سلام‌وطندار ته وایي چې ژمی نږدې دی او کورونه یې همداسې ویجاړ پاتې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

 د مرکز مهترلام ښار اړوند د بدیع‌الاباد سیمې یو اوسېدونکی رحیم‌الله چې پنځه میاشتې مخکې یې د سېلابونو له امله کور نړېدلی، له سرپرست حکومت او مرستندویه بنسټونو غواړي چې سرپناه ورته جوړه کړي.

نوموړي وویل: «زه غریب او ناچاره یم، دا اوس په کرایي کور کې د غربت ژوند لرم، له حکومت او له ټولو خیریه بنسټونو غواړم چې د ژمي له را رسېدو مخکې راته یوه مناسبه سرپناه جوړه شي.»

د همدې سیمې یوه بل اوسېدونکی صفي‌الله وایي، د سېلابونو له امله زیانمن شوي او کورونه یې له‌منځه تللي دي. نوموړی له حکومت څخه د یادې ستونزې د دایمي حل لپاره د سېلابونو د مخنیوي په موخه د چک‌ډیمونو جوړېدو غوښتنه کوي.

د نوموړي په وینا، د چک‌ډیمونو په جوړېدو سره به خلک د سېلابونو له خطرونو وژغورل شي. «شاوخوا پنځه سوه زره افغانیو په ارزښت راته زیان اوښتی، دوه کوټې او د انګړ یو طرف دېوال مې د تېرو سېلابونو راوتو له امله په مکمله توګه ویجاړ شوي، غوښتنه مې دا ده چې دولت دې راسره مرسته وکړي.»

لغمان کې د طبیعې پیښو پر وړاندې د مبارزې ریاست مسوولان هم تاییدوي چې د روان کال په اورښتونو کې سلګونه کورنۍ زیانمنې شوي او دا مهال ګڼو ستونزو سره مخ دي.

د یاد ریاست رییس قاري خیرمحمد غازي سلام‌وطندار ته وویل، په تېر یو‌نیم کال کې د سېلابونو راوتو او شدیدو بارانونو له کبله په مرکز مهترلام او پنځه ولسوالیو کې د سلګونه اوسېدونکو کورونه ویجاړ او له‌منځه تللي دي.

نوموړي وویل: «لغمان کې شاه او خوا ۱۳۰۰ کورونه تخریب شوي چې څه یې بیرته د خلکو له لوري جوړ شوي او ۶۵۰ کورونه لا هم ویجاړ پراته دي چې خلک یې د جوړولو  توان نلري زمونږ ریاست په دې هڅه کې ده چې د یادو خلکو مشکل د همکاره موسساتو پرمټ یو څه اندازه حل کړو.»

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

باید وویل شي چې د تېر یوه کال پرمهال د لغمان ترڅنګ د هیواد په ګڼ شمېر نورو ولایتونو کې هم سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام