د یمن په پلازمېنه صنعا کې پر حوثیانو د اسراییلو له هوايي بریدونو وروسته امریکا هم د یادې ډلې یوشمېر اهداف په نښه کړي دي.
حوثیانو د دغو بریدونو په غبرګون کې ویلي چې د دوی به د خپل ځان دفاع ته دوام ورکړي. د حوثیانو یوه ویاند محمد عبدالسلام دغه بریدونه ښکاره تېری بللی دی.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
نوموړي ویلي: «پر یمن د امریکا برید ښکاره تېری دی او غزه کې د نسل وژنې دوام لپاره له اسراییلو ښکاره ملاتړ او تشویق دی.»
د امریکا پوځ ویلي چې د یمن پلازمېنې صنعا او نورو سیمو کې یې، د حوثیانو پر مرکزونو د دوو پرلهپسې ورځو لپاره بریدونه کړي دي.
د حوثیانو المسیره ټلوېزیون خبر ورکړی چې په صنعا کې پر دوو سیمو د امریکا جېټالوتکو ۱۲ بریدونه کړي دي.
حوثیان له څه باندې یوه کال راهیسې د غزې خلکو ملاتړ لپاره په سره سمندر کې د اسراییلو د کلابندۍ لټه کوي او سوداګریزې کښتۍ یې، په نښه کوي.