Asset 1SWN

سلام وطندار

سوریه کې نښتې؛ له ۱۰۰ ډېر کسان وژل شوي

SYRIA-1-superJumbo

سوریه کې د حکومتي ځواکونو او وسله‌والو ترمنځ د نښتو پرمهال څه باندې ۱۰۰ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.

برېټانیا کې مېشت د سوریې د بشرحقونو څار ډله وايي چې د یاد هېواد شمال حلب ښار کې د امنیتي ځواکونو او وسله‌والو د نښتو له کبله دواړو لوریو ته درنه مرګ‌ژوبله اوښتې او شاوخوا سل کسان وژل شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د سوریې شمال کې د تحریرالشام او متحد ځواکونه مېشت دي او شاوخوا لس سیمې د دوی تر کنټرول لاندې دي.

یادې ډلې همداراز د خپلو سرچینو له قوله ویلي چې په دې نښتو کې د تحریرالشام ۴۴ وسله‌وال او د متحد ځواکونو ۱۶ غړي وژل شوي دي.

په نښتو کې د سورې د ځواکونو د ۳۷ سرتېرو د وژنې خبر هم ورکړل شوی چې په‌کې څلور افسران هم شامل دي. همداراز پنځه سرتېري ژوند نیول شوي او زرهي موټر، وسلې، وسایط او نور پوځي تجهیزات هم د وسله‌والو لاس ته ورغلې دي.

برېټانیا کې مېشت د سوریې د بشرحقونو څار ډلې همداراز وویل چې په نښتو کې ملکیان هم په نښه شوي دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د سوریې د پوځ یوې سرچینې رویټرز خبری اژانس ته ویلي، د تحریرالشام جنګیالیو او د هغوی متحدینو د حلب ښار شاوخوا ۱۰ کیلومتره (۶ میله)  او نوبل او زهرا ښار کې څو کیلومتره پرمختګ کړی، چېرې چې د شیعه‌ګانو دوه ښارګوتي او د ایران تر ملاتړ لاندې حزب الله ډلې قوي وسله‌وال په‌کې شتون لري.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام