Asset 1SWN

پکتیا کې د ۳۶ میلیونه افغانیو په ارزښت ۲۳ پروژې ګټې‌اخیستنې ته وسپارل شوې

9c9dd5e7-a8c3-4368-af6b-924c3c206ce6

د پکتیا په مرکز ګردېز ښار کې د ۳۶ میلیونه افغانیو په ارزښت په بېلابېلو برخو کې ۲۳ پراختیايي پروژې بشپړې او ګټې‌اخیستنې ته سپارل شوې دي.

د پکتيا د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست څخه سلام‌وطندار ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې دغه پروژې نن پنج‌شنبه، چنګاښ ۲۱مه ګټې‌‌اخیستنې ته وسپارل شوې.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

خبرپاڼه کې راغلي چې يادې پروژې د  ملګروملتونو د پروژوي خدمتونو ادارې (UNOPS) په مالي مرسته د پکتيا د مرکز ګرديز ښار بېلابېلو سيمو کې بشپړې او ګټې‌اخیستنې ته وسپارل شوې.

په دغو پروژو کې د کلیوالي سړکونو جغل‌اندازي، اوبولګولو ساختمانونه او محافظوي دیوالونو جوړول شامل دي. د ګردېز ښار يوشمېر اوسېدونکي هم خوښ دي چې په سيمو کې يې کوچنی پروژې پلې شوې دي..

د ګردېز ښار یوه اوسېدونکي اخترمحمد سلام‌وطندار ته وويل چې د ښار اړوند ګڼو کليو سړکونه خام دي چې اوس ورباندې شګې اچول شوي او ځينې ويالې او پلچکونه يې هم جوړ شول، خو په وینا یې، دا به د لنډمهال لپاره کار وکړي.نوموړی د یادو لارو د اساسي جوړونې غوښتنه کوي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د معلوماتو له مخې، یادو پروژو د کار په جریان کې سلګونه کسانو ته د کارکولو زمینه هم برابره شوې وه.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام