Asset 1SWN

پکتیا کې په ۳۲ میلیونه افغانۍ د اوبو ۱۰ شبکې ګټې‌اخیستنې ته وسپارل شوې

e2919643-311c-4752-b75d-88a76ffb9eb8

د پکتیا په مرکز او یو‌شمېر ولسوالیو کې د ۳۲ میلیونه افغانیو په لګښت د څښاک پاکو اوبو لس شبکې جوړې او ګټې‌‌اخیستنې ته وسپارل شوې.

د یاد ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست څخه نن «چهارشنبه، وږي ۲۱مه» سلام‌وطندار ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې دغه شبکې د یونېسف په مالي ملاتړ جوړ شوې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

خبرپاڼه کې راغلي چې د اوبو رسولو دغه شبکې مرکز ګردېز، ګردې څېړۍ، سیدکرم، جاني‌خېل، څمکني، ډنډې‌پټان او زرمت ولسوالیو کې بشپړې شوې دي.

د يادو شبکو پر جوړېدو سره ۲۰۰۰ کورنيو او ۱۰ ښوونځیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې. د يادو سيمو يوشمېر اوسېدونکي خوښ دي چې ورته پاکې اوبو زمينه برابره شوه.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د پکتیا اوسېدونکي له سرپرست حکومت غوښتنه کوي چې د موسسو په مرسته دې په نورو هغو سيمو کې هم ورته پروژې پلې کړي چې خلک يې پاکو اوبو ته لاسرسی نه‌لري.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام