Asset 1SWN

سلام وطندار

کېم پوتین ته: ملګریه! اوکراین کې ستره بریا ترلاسه کړې

This picture taken on April 25, 2019 and released by North Korea's official Korean Central News Agency (KCNA) on April 26 shows Russian President Vladimir Putin (R) and North Korean leader Kim Jong Un attending a reception following their talks at the Far Eastern Federal University campus on Russky island in the far-eastern Russian port of Vladivostok. (Photo by KCNA VIA KNS / KCNA VIA KNS / AFP) / South Korea OUT / REPUBLIC OF KOREA OUT   ---EDITORS NOTE--- RESTRICTED TO EDITORIAL USE - MANDATORY CREDIT "AFP PHOTO/KCNA VIA KNS" - NO MARKETING NO ADVERTISING CAMPAIGNS - DISTRIBUTED AS A SERVICE TO CLIENTS
THIS PICTURE WAS MADE AVAILABLE BY A THIRD PARTY. AFP CAN NOT INDEPENDENTLY VERIFY THE AUTHENTICITY, LOCATION, DATE AND CONTENT OF THIS IMAGE. /

د شمالي‌کوریا مشر کېم جونګ اون خپل سیال د روسیې ولسمشر ولادېمیر پوتین ته د نوي عیسوي کال پیغام کې هغه ته د بریالیتوب هیله څرګنده کړې.

د شمالي کوریا دولتي خبري اژانس « KCNA» خبر ورکړی چې کېم جونګ اون په یوه لیک کې خپل «نږدې ملګري» ولادیمیر پوتین، د روسیې خلکو او پوځ ته د نوي کال مبارکي ورکړې.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د دې اژانس په خبر کې ویل شوي: «کېم پوتین ته د دولت مشري او درنو مسوولانو کې د بریالیتوب هیله وړاندې کړې او د روسیې د خلکو د خوشبختۍ او رفاه غوښتنې یې کړې.»

کېم همداراز هیله ښودلې چې روسیه به اوکراین کې نیوناسیزم ماته کړي او ستره بریا به ترلاسه کړي.

پوتین د اسنادو له وړاندې کولو پرته ادعا کوي چې پر اوکراین د ۲۰۲۲کال برید د نیوناسېزم پر وړاندې د روسي ژبو د خوندیتوب لپاره اړین و.

روسیې او شمالي کوریا د جګړې له پیل راهیسې په خپلو کې د پام وړ اړیکې ژورې کړې دي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د سوېلي‌کوریا او اوکرایني چارواکو د معلوماتو له مخې، د روسیې او شمالي کوریا د مشرانو ترمنځ له هوکړې وروسته شاوخوا ۱۰زره سرتېري د روسیې په ننګه د اوکراین پروړاندې جګړې ته لېږدول شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام