Asset 1SWN

لوګر کې ۳۰ ټُنه تارېخ تېر درمل او خوراکي توکي وسوځول شول

ca0cb196-3a82-44fc-89f1-fe98c16b2881

د لوګر  د خوړو او درملو ملي ادارې مسوولان وایي چې د دغه ولایت په مرکز پل‌علم او بره‌کي برک ولسوالي کې له یوشمېر درملتونونو او هټيو څخه د څارنې پرمهال لسګونه ټُنه تاریخ تېر درمل او خوراکي توکي راټول کړي دي.

د دغه ولایت د خوړو او درملو ملي ادارې امر ډاکټر شیرجان حقمل سلام‌وطندار ته وویل، په تېرو شپږو میاشتو کې یې ۳۰ ټُنه تارېخ تېر درمل او خوراکي توکي ټول کړي چې نن، پنج‌شنبه، چنګاښ ۲۸مه، یې د یوې ګډې کمېټې پر وړاندې له‌منځه وړي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

حقمل زیاته کړه، په مرکز پل‌علم او ولسوالیو کې له سوداګرۍ او صنعت ریاست، ښاروالي ریاست او عامې روغتیا ریاست سره په ګډه همغږۍ هر میاشت له درملتونونو او د خوراکي توکو له هټیو څخه په منظمه بڼه څارنه کوي.

نوموړي له ټولو سوداګرو او صنعت کارانو څخه غوښتنه وکړه چې د بې‌کیفیته او تاریخ تېرو درملو له پلور څخه مخنیوی وکړي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د لوګر اوسیدونکي هم خوښ دي چې د خوړو او درملو ملي ادارې له لوري دغه ولایت کې لسګونه ټُنه درمل او خوراکي توکي راټول او له‌منځه یوړل شول، خو دوی ټینګار کوي چې یاده څارنه دې په دوامداره توګه ترسره شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام