Asset 1SWN

سلام وطندار

لوګر کې پر ۲۰۰۰ مالدارانو د لبنیاتو راټولولو وسایل ووېشل شول

c2301b61-a170-41f4-8b6a-a31fd01b310a

د لوګر د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي چې د ملګرملتونو د خوړو او کرنې نړیوالو پروګرام (FA0) له لوٰري په بره‌کي برک ولسوالي کې پر ۲۰۰۰ مالدارو د شېدو راټولولو وسایل ووېشل شول.

د دغه ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مطبوعاتي مسوول عبدالبصیر شاهد سلام‌وطندار ته وویل: «هر مالدار ته يو دانه د شېدو ځګ، يو دانه د شيدو ځانکړى سطل، يو دانه د شيدو صافولو ماشین او یوه جالى اوهمدارنګه يوه دانه د شیدو راټولولو ډولچه شامله ده.»

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړي همدارنګه زیاته کړه، له مالدارانو سره له ذکر شوې مرستې یې موخه، د مالدارۍ ملاتړ او مالداران دې‌ته هڅول، څو له خپلې مالدارۍ په سمه توګه ساتنه او پالنه وکړي.

همراز همدارنګه زیاته کړه، د ملګر ملتونو د خوړو او کرنې نړیوالو پروګرام (FA0) له لوري به د لوګر په یوشمېر نورو ولسوالیو کې هم پر مالدارانو ورته مرستې ووېشل شي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

لوګر کې په داسې حال کې په دوه زره مالدارانو د شیدو د راټولولو، لیږد او ساتنې وسایل ووېشل شول چې د دغه ولایت په مرکز پل علم او ولسوالیو کې ډيری کورنۍ د مالدارۍ په ساتنې او پالنې بوختې دې او له دې لارې د ژوند اقتصادي چارې سمبالوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام