Asset 1SWN

لښکرګاه کې په ۱۹ میلیونه افغانۍ د ۱۱ کیلومټره سړک د پخولو چارې پیل شوې

23c6dd2d-256d-47ae-8772-212d9d65d35e

هلمند کې چارواکي وايي چې د دغه ولایت مرکز لشکرګاه کې د ۱۱ کیلومټره مربع سړک د پراخولو او پخولو چارې پیل شوې.

د یاد سړک د پخولو چارې نن پنج‌شنبه، چنګاښ ۲۱مه د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پیل شوې چې ۱۹ میلیونه افغانۍ لګښت به پرې راشي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

یادو مراسمو کې د خبرو پرمهال د لښکرګاه ښاروال عبدالله روحاني د قراردادي شرکت مسوولانو ته سپارښتنه وکړه چي یاده پروژه پر ټاکلي وخت او معیاري ډول بشپړه کړي.

نوموړي وویل: «موږ ژمن یو چي ولسونو ته ښاري خدماتو ترڅنګ د ښار ښکلا لپاره کار وکړو، څو د خلکو اقتصاد قوي شي او موږ  ډاډ ورکوو چي هر اړخیز خدمات وړاندې کړو، څو د ښار ښکلا مو لا زیاته شي او خلک هوسا شي.»

د لښکرګاه ښاروالۍ مطبوعاتي مسوول محمدطاهر ابشار بیا دې مراسمو ته وویل چې یاد سړک د ښاروالۍ پراختیايي بودیجې څخه د ۱۹میلیونه افغانیو په لګښت جوړېږي چي چارې به یې د درېو میاشتو په ترڅ کې بشپړې شي.

هغه وویل: «د دغه سړک د پراخولو او قیررېزۍ چاري نوي عمري او ساختماني شرکت ته په قرارداد ورکول شوي چې په عصري او معیاري ډول به جوړ کړل شي.»

لښکرګاه ښاریانو د دغه پروژې پلي کېدو له امله خوښ دي او له اړوند چارواکو د ورته نورو پراختیايي پروژو د پلي‌کېدو غوښتنه کوي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د لښکرګاه ښاروالۍ له دې وړاندې هم د ښار ښلاک ترڅنګ ګڼې نورې پراختیايي او رغنیزې پروژې هم پلې کړي چې لسګونه کسانو ته د کار کولو زمینه هم په‌کې برابره شوې.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام