کینیا کې چارواکي وايي چې د یاد هېواد په بېلابېلو ښارونو کې د حکومت ضد لاریونونو پرمهال د تاوتریخوالي او اخډب له کبله ۳۱ کسان وژل شوي دي.
د بشرحقونو څار کمېسیون په خبرپاڼه کې ویلي چې د لاریونونو پرمهال ۱۰۷ کسان ټپیان شوي. یاد کمېسیون له دې وړاندې د وژل شویو شمېر لس او د ټپیانو بیا ۲۹ کسان ښودلي وو. د یاد کمېسیون په وینا، ۵۳۲ کسان نیول شوي هم دي.
د کینیا بشرحقونو څار کمېسیون پر پولیسو تورلګولی چې د لاریونکوونکو د خورولو لپاره یې، وسلهوالو ډلو سره همکارې کړي ده. د لاریون پرمهال ګڼو هټیو او عامه ځایونو ته هم زیان اوښتی دی.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
یاد کمېسیون ویلي: «بشرحقونو ټولې سرغړونې په کلکه غندي او د ټولو مسوولو خواوو څخه د پولیسو، ملکي وګړو او نورو ټولو ښکیلو اړخونو په ګډون د حساب ورکولو غوښتنه کوي.»
دغه لاریونونه کینیا کې د مالیې لوړولو او د خلکو کمزوري اقتصادي وضعیت، فساد او د پولیسو تاوتریخوالي له امله له تېرکال راهیسې روان دي.