Asset 1SWN

کندهار کې پر ۱۴۹۰ بڼوالو د حاصلاتو راټولولو اړین توکي وېشل شوي

9d967ecf-5789-4436-819d-b7fd1e2a93e7

د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولان وايي چې دغه ولایت کې پر ۱۴۹۰ بڼوالو د حاصلاتو د راټولولو اړوند اړین توکي وېشل شوې دي.

د مرستو دغه لړۍ چې څه موده مخکې پیل شوې وه، د یاد ولایت پنجوايي او زېړۍ ولسوالیو کې پر ۳۰۹ بڼوالو د مرستو وېش سره، د مرستو ترلاسه‌کوونکو شمېر ۱۴۹۰ ته رسېدلی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د حاصلاتو د راټولولو دغه مرستې د کندهار اتو ولسوالیو شاوخوا ۲۰۰۰ بڼوالو ته په پام کې نیول شوي چې تراوسه پر ۱۴۹۰ بڼوالو وېشل شوې دي.

تر دې مهاله زېړۍ، نېش، ارغنداب، شاولي‌کوټ، میوند، غورک او خاکرېز بڼوالو ته ورکړل شوي او پاتې کېټونه به میوند ولسوالي بڼوالو ته ورکړل شي.

د بڼوالۍ اړوند د حاصلاتو د راټولولو دغه توکي د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همکاري او د یو‌اېن‌ډي‌پي په مالي او سولې بنسټ په تخنیکي مرسته بڼوالو ته ورکړل شوي دي.

په مرسته شویو توکو کې هر بڼوال ته د ۱۰۰ ډالرو په ارزښت یو کېټ ورکړل شوی چې په‌کې یوه المونیمي زینه، د حاصلاتو راټولولو لپاره یوه بسته او۵ پلاستیکي جالۍ ورکړل شاملې دي.

د کندهار کرنې ریاست او مرسته‌کوونکو موسسو د یاد توکو د وېش پرمهال له بڼوالو غوښتنه وکړه چې یاد توکي د حاصالاتو راټولولو کې وکاروي او له بازار د یادو توکو له پېرلو ډډه وکړي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

مرسته ترلاسه‌کوونکي بڼوال له یادو مرستو خوښ دي او غوښتنه کوي چې راتلونکې کې دې هم ورته اړینې  مرستې ورسره وشي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام