Asset 1SWN

هلمند کي د کانګو ناروغۍ مخنیوي لپاره د «دواپاشۍ» کمپاین پیل شوی

څاروي-کانګو

د هلمند کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د مالدارۍ او حیواني روغتیا امریت کارمندانو له لوري په مرکز لښکرګاه او یوشمېر ولسوالیو کي د کانګو / ویني بهېدونکي تبې ناروغۍ مخنیوي لپاره «د دواپاشۍ» کمپاین پیل شوی دی.

د یاد کمپاین پرمهال د مالدارۍ او حیواني روغتیا امر هدایت‌الله وویل: «دا چې د لوی اختر ورځې رارسېدوونکي دي، ډېر هېوادوال د قربانیو په موخه څاروي حلالوي، نو د دې کمپاین له لارې به په دې ولایت کي د څارویو ګاوبندونه او بېلابېل حیوانات دواپاشي شي او اړوند مالدارانو ته به لازمي مشورې ورکړل شي.»

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د نوموړي په وینا، دغه کمپاین به تر پنځو ورځو دوام وکړي، څو د هغو کنو مخنيوی وشي چې د یادې ناروغۍ له امله رامنځته کوي.

د کرنې ریاست مسوولانو د معلوماتو له مخې، کانګو یا «وینې بهېدوونکې تبه» چې په حیواناتو کي د کنې شتون له امله یې څارویو کې نښې نه‌ښکاري، خو د انسانانو لپاره ساري او پنځوس سلنه د مړینې لامل کېږي.

د هلمند د مالدارۍ او حیواني روغتیا امر هدایت‌الله وویل: «په همدې موخه په مرکز لښکرګاه او پر نفوسه ولسوالیو لپاره د کنې ضد درمل شیندلو کمپاین پیل شو چې په دې سره به انسانان د دې ساري ناروغۍ څخه خوندي او هم به یې له زیان څخه حیوانات وساتل شي.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

کانګو یوه ګواښوونکې ویروسي ناروغي ده چې له حیواناتو څخه انسانانو ته په اسانۍ سره لېږدول کېږي، که پر وخت یې درملنه ونه‌شي، ښايي د ناروغ د مړینې لامل شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام