د غزني چارواکي وايي چې دغه ولایت کې د ۱۶ میلیونه افغانیو په لګښت د ۱۲۰۰ مټره سړک د کانکرېټ اچوونې چارې پیل شوې.
د یاد سړک د جوړېدو چارې د غزني ښاروالي له لوري پرمخ وړل کېږي او په جوړېدو سره به یې، د «اربابصاحب او دولتاباد» کلي سره ونښلول شي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د غزني ښاروال محمدنبي حمزه سلاموطندار ته وویل چې دغه سړک د یواېناوپياېس موسسې په مالي لګښت جوړېږي چې اوږدوالی یې، ۱۲۰۰ مټره او پلنوالی یې، شپږ مټره دی چې په معیاري توګه به کانکرېټ شي.
د غزني ښاروال په وینا، د یاد سړک په جوړېدو سره به اربابصاحب او دولتاباد، قلعه عشرت او ده خدایداد کلیو کې څه باندې ۱۵۰۰ کورنیو ته اسانتیاوې برابرې شي.
له دې وړاندې هم دغه ولایت کې د ښاروالي او اړوند ادارو سربېره، د عامو خلکو له لوري هم په خپل شخصي لګښت سړکونه جوړ شوي دي.