د فلسطین اسلامي جهاد ډلې اړوند څانګې القدس برېګېډز وايي چې د غزې سوېل کې یې، د اسراییلي ځواکونو پر یوې ډلې برید کړی دی.
دې ډلې پر ټېلېګرام یوه بیان کې وویل چې دغه اسراییلي سرتېري، د خان یونس سوېل ختیځ کې د ګمرک پولیسو سیمې ته ننوتلي وو چې دوی پرې د هاوان برید کړی دی.
یادې ډلې په دې برید کې د اوښتې مرګژوبلې په تړاو څه نهدي ویلي.
تراوسه اسراییلي ځواکونو هم په دغه برید کې د خپلو سرتېرو د وژنې او یا هم ټپيکېدو په تړاو غبرګون نهدی ښودلی.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
په ورته مهال د القدس برېګېډز په وینا، دغه برید یې، د لاقصی په نوم د یوې بلې فلسطینۍ ډلې سره په ملاتړ او همغږۍ کړی دی.
اسراییلي ځواکونو د غزې په بېلابېلو سیمو کې د وروستیو اوونیو پرمهال پراخ بریدونه پیل کړي چې له کبله یې، سلګونه کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
همداراز سلګونه زره کورنۍ اړ شوي چې د جګړو او د اسراییلي ځواکونو له لوري په زور له خپلو سیمو ووځي.