Asset 1SWN

ګردېز کې په ۴۹زره ډالرو د لاسي‌توکو پلورونکو ته ۹۰ غُرفې کېښودل شوې

پکتیا-غرفې

پکتیا کې د ګردېز ښاروالي مسوولان وايي چې ګردېز ښار کې يې د لاسي توکو پلورونکو  د فعالیت او ښاري بې‌نظمیو مخنیوي په موخه ۹۰ غرفې کېښودې دي.

ګردېز ښاروال حبيب‌الرحمن منصور وايي چې يادې غرفې د ملګروملتونو د بشري هستوګن‌ځايونو ادارې «UN-HABITAT» له‌خوا جوړې شوې چې ۴۹زره امريکايي ډالره لګښت پرې راغلی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړی زياتوي چې دغه غرفي یې د لاسي توکو پلورونکو ته غوره کاري بوختیا، ښار ښکلا او نظم رامنځته کول لپاره جوړې کړې دي. يادې غرفې به د يوې اندازې کرايې په بدل کې مستحقو کسانو ته ورکړل شي.

ګردېز ښاریان او لاسي توکو پلورونکي خوښ دي چې ښار کې د ورځنیو فعالیتونو لپاره ورته غرفې جوړې شوې دي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

ګردېز ښار یوه اوسيدونکي ظاهرشاه چې ورته غرفه ورکړل شوې، سلام وطندار ته وويل، پخوا يې په لاسي کراچۍ کې توکي پلورل چې له ګڼو ستونزو سره مخ و. هغه له ښاروالي غوښتنه وکړه چې د يادو غرفو د کرايې ټاکلو کې دې کمښت راولي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام