Asset 1SWN

داغستان کې د ښځو پر نقاب اغوستلو بندیز ولګېد

inform6

د روسیې په شمال داغستان کې چارواکو د لنډ مهال لپاره د ښځو پر نقاب اغوستلو بندیز ولګاوه.

چارواکي وايي چې ښځې یې د لنډمهال لپاره د ټول مخ پټولو او نقاب اغوستلو څخه منع کړې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دغه پرېکړه وروسته له هغې کېږي چې دې سیمه کې تېره میاشت پر کلیساوو د بریدونو پرمهال لږ تر لږه ۲۲کسان ووژل شول.

د داغستان لوی مفتي پر ټلګرام یوې بیانیه کې ویلي چې د روسیې مذهبي چارو وزارت په غوښتنه یې دې سیمه کې د لنډمهال لپاره پر نقاب اغوستلو بندیز لګولی دی.

د جون پر ۲۳مه له برید وروسته د خپرو شویو راپورونو له مخې، یوه وسله‌وال غوښتل د نقاب اغوستلو په مرسته، له برید وروسته وتښتي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د یاد مفتي په وینا، دغه بندیز به تر هغو پرځای وي چې شته ګواښونه له‌منځه نه‌وي تللي او سیمه نه‌وي خوندي شوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام