Asset 1SWN

امریکا کې د زده‌کوونکو له‌خوا د موبایل پر کارونې بندیز لګول کېږي

download

د امریکا لاس‌انجلس متحد ښوونځي ولسوالي بورډ د ښوونځیو زده‌کوونکو له‌خوا د ځیرکو موبایلونو پر کارونې بندیز لګوي.

دغه بورډ ویلي چې ځیرک موبایلونه د زده‌کوونکو روغتیا ته زیان رسوي او د زده‌کړو د یادولو ځواک یې کمزوری کوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

رویټرز خبري اژانس نن چهارشنبه، جون ۱۹مه په یوه راپور کې ویلي، د لاس‌انجلس د ښوونې او روزنې بورډ همداراز دغه پرېکړې د دې لپاره هم کړې چې زده‌کوونکي له ګډوډۍ او له ټولنیزو رسنیو خوندي وساتي.

لاس‌انجلس د امریکا دویم ستر ښوونځي بورډ ته دی چې شاوخوا ۴۲۹۰۰۰ زده‌کوونکي لري.

دغه بورډ د یادې پرېکړې عملي کولو لپاره ۵ پر ۲ مثبته رایه ورکړه او شاوخوا ۴ میاشتې وخت به ونیسي، څو په دې اړه یوه تګ‌لاره جوړه کړي.

یاده تګ‌لاره به د ۲۰۲۵کال تر جنوري پلې شي.

د بورډ یوه غړي نېک ملوېن رویټرز ته ویلي: «زه فکر کوم چې موږ به دلته مخکښ واوسو او ټول ښار او زده‌کوونکو ته به ګټور وي.»

د امریکا فلوریدا ایالت هم تېرکال داسې یو قانون تصویب کړ چې له مخې یې، د زده‌کوونکو له‌خوا د ټولنیزو رسنیو پر کارونې بندیز ولګېد.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

فلورېدا کې شاوخوا ۲.۸ میلیونه زده‌کوونکي دولتي ښوونځیو کې زده‌کړې کوي.

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام