Asset 1SWN

لوګر کې ۲۵۰۰ کروندګرو ته اصلاح شوی تخم ورکړل شوی

66356b83-ff23-479b-bc0f-24c979e2b6f6

د لوګر د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولان وایي چې د ملګروملتونو د خوړو او کرنې نړیوال سازمان (FAO) له لوري د بره‌کي برک او څرخ ولسوالیو پر ۲زره او ۵ سوه بزګرانو اصلاح شوی تخم او کیمیاوي سره ووېشل شوه.

په دې اړه جوړې شوې غونډې ته د لوګر د کرنې او مالدارۍ ریات رییس مولوي شیراقا پیرحبیب الرحمن وویل، دغه مرسته (FAO)نړیوالې ادارې له لوري پر ۲۵۰۰ بزګرانو ووېشل شول چې په کې هر بزګر ته ۵۰ کیلو ګرام د غنمو اصلاح شوی تخم، ۵۰ کیلو ګرامه توره او ۵۰ کیلو ګرامه سپینه سره په پام کې نیول شوې ده.

نوموړي زیاته کړه، د لوګر د مرکز پل‌علم او ولسوالیو ډېری کروندګر اوس مهال اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سره ته لاسرسی لري.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


بل‌خوا د لوګر مرستیال والي مولوي محمدانور دین پرور وویل، لوګر  د هېواد په کچه یو کرنیز ولایت ده او اړتیا ده چې د کورنیو ادارو سربېره نړیوالې ادارې هم د دغه ولایت د بزګرانو دوامداره لاسنیوی وکړي.

دین پرور همدارنګه وویل، که څه هم په دې ورستیو څو کالونو کې وچکالۍ بزګران سخت ځپلي دي خو اړتیا ده چې بزګرانو ته د اوبو سپما برخه کې عامه پوهاوی او د اوبو قطري سیستمونه جوړ کړي.

د دغه ولایت د څرخ او بره کي برک ولسوالیو بزګران هم خوښ دي چې د کرنې او مالدارۍ ریاست له لوري ورسره د اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرې مرسته وشوه، خو ټینګار کوي چې دغه مرسته دې پاتې ولسوالیو ته هم وغځول شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام