Asset 1SWN

سلام وطندار

میدان‌وردګ کې پر زرګونه بزګرانو اصلاح شوی تخم او کیمیاوي سره وېشل شوې

۱۱۱۱۲۲

د میدان‌وردګ د کرنې او مالدارۍ ریاست مسوولان وایي چې د ملګروملتونو د خوړو او کرنې نړیوال سازمان (FAO)  له لوري د مرکز میدانښار په ګډون په نهو ولسوالیو کې پر شپاړس نېم زره بزګرانو د غنمو اصلاح شوی تخم او کیمیاوي سره وېشل شوې.

د یاد ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست رییس مولوي نیازمحمد عابد جوړې شوې غونډې ته وویل، له یادې مرستې څخه یې موخه د بې‌وزله بزګرانو لاسنیوی او د غنمو کرکېلې اصلاح کول دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړي له بزګرانو وغوښتل چې یاد اصلاح شوی تخم په خپلو کروندو وکري او د ښه حاصلاتو ترلاسه کولو وروسته په دغه ولایت کې د خوړو خوندیتوب رامنځته شي.

د میدان‌وردګ بزګران هم خوښ دي چې د ملګروملتونو د خوړو او کرنې نړیوال سازمان (FAO) له لوري ورسره د اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرې مرسته شوې.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

باید وویل شي چې تېره اوونۍ هم لوګر کې پر نږدې لس زره بزګرانو د غنمو اصلام شوی تخم او کیمیاوي سره وېشل شوې وه.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام