د افغانستان د برښنا شرکت اعلان کړی چې د اوزبیکستان وارداتي برښنا په دوو برخو کې، له نائباباد تر سمنګان او له خُلم تر پلخمري، پورې پرې شوې ده.
یاد شرکت نن (دوشنبه، د لړم ۱۲مه) په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې د اوزبیکستان وارداتي برښنا د نن سهار د زلزلې له امله پرې شوې.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
برښنا شرکت زیاته کړې چې د اوزبیکستان د برښنا د پرېکېدو له امله د کابل، بغلان، پروان، پنجشیر، کاپیسا، لوګر، پکتیا، غزني او میدانوردګ ولایتونو برښنا هم پرې شوې.
د افغانستان د برښنا شرکت په وینا، تخنیکي ډلې هڅه کوي، څو د اوزبیکستان وارداتي برښنا بېرته ورغوي او عادي حالت ته یې راوګرځوي.