Asset 1SWN

د هنګري لومړی وزیر: روسیې له اوکراین جګړه ګټلې

Download-35-1

د هنګري لومړي وزیر، ویکتور اوربان د جمعې د ورځې د ټاکل شوې لیدنې په درشل کې چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ترمنځ کېږي، ویلي دي چې روسیه د اوکراین په جګړه کې بریالۍ شوې ده.

د «رویټرز» د راپور له مخې، اوربان چې له ۲۰۱۰ کال راهیسې واک کې دی، روسیې سره د اړیکو او اوکراین ته د پوځي مرستو د مخالفت امله د یوشمېر اروپايي مشرانو له نیوکو سره مخ دی، په داسې حال کې چې کابینه یې د هېواد د اقتصاد د تورم له سختې ضربې د رایستلو لپاره هڅې کوي.

هغه چې د ۲۰۲۲ د فبرورۍ د روسیې د یرغل وروسته هم له پوتین سره خپلې نږدې اړیکې ساتلې، د دوشنبې پر ورځ د اروپايي ټولنې یوازینی مشر و چې د اوکراین د برخلیک ټاکلو حق په اړه یې د ګډې بیانیې لاسلیک ونه‌کړ.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


اوربان وویل: موږ داسې خبرې کوو لکه دا چې دا یوه نه ختمېدونکې جګړه وي، خو داسې نه ده. اوکراینیانو جګړه بایللې ده، روسیې دا جګړه ګټلې ده. یوازینۍ پوښتنه دا ده چې لوېدیځ چې د اوکراینیانو تر شا ولاړ دي، څه وخت او د کومو شرایطو لاندې به ومني چې دا کار شوی او د دې ټولو پایله به څه وي.»

مجارستان یا هنګري چې خپله ډېره برخه انرژي له روسیې ترلاسه کوي، اوکراین ته د وسلو له لېږلو ډډه کړې ده. اوربان په کلکه اروپايي ټولنه کې د اوکراین د غړیتوب مخالف دی او وایي چې دا به د مجارستان کروندګرو او اقتصاد ته زیان ورسوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام