Asset 1SWN

سلام وطندار

هلمند کې سلګونه میله وسلې نیول شوي

هلمند وسلې کشف نیول شوي

هلمند کې د امنیتي ځواکونو د عملیاتو پرمهال ۴۲۶ ميله بېلابېل ډوله وسلې، زرګونه مرمۍ او نور پوځي تجهيزات نیول شوي.

د هلمند د امنیې قومنداني له ترهګرۍ سره د مبارزې مديريت مشر مولوي سيدولي سعيد وويل، د یادو وسلو په تړاو ۷۵ کسان هم نیول شوي چې د دوسیو له بشپړېدو وروسته به عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.

نیول شویو وسلو کې ۱۸۸ميله تفنګچې، ۴۱ ميله کلاشينکوفونه، ۱۵۹ ميله کمرشکن، ۱۵ ميله بلازن، ۱ ميله سل ډزی، ۴ ميله ام‌‌فور، ۳ ميله سقيلان، ۱ ميل راکټ انداز، ۱ ميل خفيف، ۲ ميله ام‌شپاړس، او یو میل ټيک ماټيک شاملیږي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


ځايي چارواکي په غیرقانوني ډول د وسلو ګرځولو مخنيوی د امنيت په تامین کې مهم بولي او له ټولو هېوادوالو غواړي چې د خپلو وسلو لپاره کورنيو چارو وزارت څخه قانوني سندونه ترلاسه کړي.

د لښکرګاه ښار یوشمېر اوسېدونکي هم وايي، د وسلو او پوځي تجهیزانو په نیول کېدو سره به د غلا او نورو امنيتي پېښو مخه ونيول شي.

دوی غوښتنه وکړه چې امنیتي مسوولان دغه ډول هڅې نورې هم زیاتې کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام