Asset 1SWN

سلام وطندار

د خوست ځاځي ميدان ولسوالي کې د سلګونه ناروغانو وړیا درملنه شوې

IMG-20250315-WA0018

د خوست د ډاکټرانو او درملو ټولنې مسوولان وايي چې پرون جمعه، کب ۲۴مه د خوست لرې پرتې ځاځي‌ميدان ولسوالي کې یې، د سلګونه ناروغانو وړیا درملنه کړې ده.

د ياد وړيا روغتيايي کمپ جوړونکي وايي، ياد کمپ ته د خوست له مرکز څخه شاوخوا سل ښځينه او نارينه متخصص ډاکټرانو ګډون درلود چې د يادې ولسوالي سلګونه ناروغانو وړيا درملنه يې وکړه.

د خوست د ډاکټرانو ټولنې مشر ډاکټر عبدالحکيم ځدراڼ رسنيو ته وويل چې په يادو ناروغانو کې ښځې او ماشومان هم شامل وو.

د نوموړي په وینا، د ډاکټرانو ټولنه پلان لري چې راتلونکي کې به د دغه ولايت په نورو لرې پرته ولسواليو کې هم دا ډول روغتيايي کمپونه جوړ کړي.

هغه وویل: «په دې وړيا روغتيايي کمپ کې په کوم برخه کې چې زموږ وس شته لکه داخله، جراحي، اطفالو برخه، پوستکي ، ګوش ګولن برخې دي. د لابراتور پرمختللي معايناتو سيستم مو هم دلته ځان سره وړی و تقريبا ټول پرسونل به ۱۵۰ پورې و.تقريبا ټول ناروغان موږ وکتل.

په همدې حال کې د درملو اتحاديې غړي وايي، په دغه روغتيايي کمپ کې د ۱.۵ ميليون افغانيو په ارزښت دوا درمل موجود و، چې ناروغانو ته په وړيا ډول ورکړل شول.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د خوست درملو اتحاديې مشر رشيدالله همدرد وويل چې ياد روغتيايي کمپ کې درمل، معاينات او هر څه ناروغانو ته په وړيا ډول و.

په همدې حال کې د ځاځي ميدان ولسوالۍ اوسيدونکي وايي چې ياده ولسوالي د خوست مرکز څخه لرې پرته ده او خلک يې بشپړ روغتيايي خدمتونو ته لاس رسی نه لري.

د ځاځي ميدان ولسوالۍ يو تن اوسيدونکي ملوک د ياد روغتيايي کمپ په جوړولو خوښي څرګندوي او په راتلونکي کې د ورته وړيا کمپونو جوړېدو غوښتنه کوي.

ځاځي ميدان ډيورنډ فرضي کرښې ته څېرمه لرې پرته ولسوالي ده چې خلک يې بشپړ روغتيايي خدمتونو ته لاس رسۍ نه لري او په تېرو شلو کلونو کې ورته بيارغونې لپاره پام ندی شوی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام