Asset 1SWN

سلام وطندار

ننګرهار کې د تېرې شپې زلزلې سلګونه کورونه نړولي

قق

د هېواد په ختیځ کې د سلام‌وطندار خبریال وايي چې ننګرهار کې د تېرې شپې زلزلې په دره‌نور او ښېوې ولسوالیو کې ګڼ مالي زیانونه اړولي.

د مالوماتو له مخې، دغې زلزې د ښېوې ولسوالي په «بُډیالۍ» او د دره‌نور ولسوالي په سُتن، بډیالۍ،  شکیالۍ او ګڼو نورو کلیو سلګونه کورونه نړولي، خو ځاني زیان نه‌لري.

دا داسې مهال دی چې د هېواد په ختیځ کې نن جمعه سهار شاوخوا شپږ بجې بیا زلزله وشوه.

د ننګرهار د رسنیو دفتر ویلي، جلال‌اباد او شاوخوا سیمې سهار شاوخوا شپږ بجې یو ځل بیا نسبتاً شدیدې زلزلې ولړزولې.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


له کابل او خوسته هم ګڼو کسانو پر ټولنیزو شبکو لیکلي چې د زلزلې ټکانونه یې احساس کړي.

د امریکا د جیولوژيکي سروې ادارې هم د مالوماتو پر اساس، د کونړ د اسعداباد سویل لوېديځ په ۳۹ کیلومترۍ کې د ریښتر په کچه ۵.۲ درجې زلزله شوې.

دې ادارې د دغې تازه زلزلې د ژوروالي کچه ۹.۱ کیلومتره ښودلې.

تر اوسه مالومه نه‌ده چې دې تازه زلزلې کوم مالي یا ځاني زیان اړولی او که‌نه.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام