د بشري حقونو دوو بنسټونو اعلان کړی چې د ایران په بېلابېلو سیمو کې د تېرې یوې اوونۍ د اعتراضونو پرمهال لږترلږه ۱۶ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د «ههنګاو» د راپور له مخې، د دغو اعتراضونو له پیل راهیسې د وژل شویو شمېر ۱۷ کسانو ته رسېږي، خو د «هرانا» د بشري حقونو سازمان بیا د لږترلږه ۱۶ کسانو د وژلکېدو پخلی کړی دی.
هرانا همدارنګه ویلي چې په دې موده کې لږترلږه ۵۸۲ کسان نیول شوي دي.
دا اعتراضونه په تېرو درېیو کلونو کې تر ټولو پراخ بلل کېږي او په داسې حال کې شوي چې د ایران اقتصادي وضعیت مخ پر خرابېدو دی او پر دغه هېواد نړیوال فشارونه زیات شوي دي.
د راپورونو له مخې، تر ټولو سختې نښتې د ایران په لوېدیځو سیمو کې شوې دي. سربېره پر دې، تهران، د هېواد مرکزي سیمې او بلوچستان هم د معترضانو او حکومتي ځواکونو ترمنځ د تجمعاتو او نښتو شاهدان وو.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
په ورته وخت کې، ایراني چارواکو پر انټرنټ لاسرسي محدودیتونه لګولي دي. د «اعتماد» ورځپاڼې د ټکنالوژۍ د معلوماتي شرکت «کلودفلیر» د معلوماتو له مخې راپور ورکړی چې په ایران کې د انټرنټ د معلوماتو ترافیک شاوخوا ۳۵سلنه کم شوی دی.
په ټولنیزو شبکو کې د کاروونکو راپورونه د انټرنټ د سختې بېثباتۍ او د نړیوال انټرنټ د بشپړ بندېدو په اړه جدي اندېښنې ښيي.
دا اعتراضونه شاوخوا یوه اوونۍ وړاندې پیل شول، هغه مهال چې خلکو د حکومت د اقتصادي سیاستونو پر ضد لاریونونه وکړل.
څارونکي باور لري چې د انټرنټ محدودیتونه د اعتراضونو د همغږۍ د مخنیوي او د اعتراضونو د انځورونو او راپورونو د خپرېدو د بندولو په موخه لګول شوي دي.