Asset 1SWN

سلام وطندار

د ۱۹کلنو کرکټ اسیا جام سیالۍ نن پیلیږي

(L-R) Deeaz Patro Captain of Malaysia, Ashok Dhami Captain of Nepal, Azizul Hakim Tamim Captain of Bangladesh, Ayush Mhatre Captain of India, Mahboob Khan Captain of Afghanistan, Farhan Yousaf Captain of Pakistan, Vimath Dinsara Captain of Sri Lanka and Yayin Rai Captain of UAE pose for a picture with the trophy ahead of the ACC Men’s U19 Asia Cup 2025 at the ICC Academy Ground, Dubai, United Arab Emirates, on 11 December 2025.

Photo by CREIMAS for Asian Cricket Council

RESTRICTED TO EDITORIAL USE

د ۱۹کلنو کرکټ لوبډلو ترمنځ د ۲۰۲۵ کال اسیا جام ۵۰ اوریزه سیالۍ نن د افغانستان په کوربه‌توب په متحده عربي اماراتو کې پیلیږي.

دغو لوبو کې د افغانستان، هند، پاکستان، بنګله‌دېش، سریلانکا، متحده‌ عربي امارت، مالیزیا او نیپال لوبډلې ګډون لري.

د افغانستان کرکټ بورډ ویلي، افغان ۱۹کلنه کرکټ ملي لوبډله چې څو ورځې وړاندې یې په متحده عربي اماراتو کې تمرینات پیل کړي، په دغو سیالیو کې د لوبو لپاره پوره چمتووالی لري.

ټاکل شوې افغانستان خپله لومړۍ لوبه سبا د شنبې په ورځ د بنګله‌دېش پر وړاندې ترسره کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام