د سوریې په پلازمېنه دمشق کې زېږېدلی ۵۹ کلن بشارالاسد د خپل پلار له مړینې وروسته له ۲۰۰۰ کال راهیسې پر سوریې واکمن و.
د هغه پلار حافظ الاسد له ۱۹۷۱ کال راهیسې پر سوریې واکمني کوله.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
بشارالاسد دمشق کې له طبي ښوونځي تر فراغت وروسته لندن ته لاړ او هلته یې، د سترګو طب برخه کې زدهکړې پیل کړې، خو د نوموړي د ورور له وژنې وروسته بېرته سوریې ته ستون شو.
اسد له سیاست لرې د طب لاره غوره کړه او پرېکړه یې وکړه چې د سترګو ډاکټر شي. هغه د دمشق له پوهنتون تر فراغت وروسته په ۱۹۸۰کلونو کې د سترګو ډاکټرۍ برخه ې د تخصص اخیستلو لپاره د لندن وسټرن ای هاسپېټل ته لاړ.
نوموړی په لندن کې له خپلې مېرمنې اسما الاخرس سره وپېژندل. اسما د لندن کینګز کالج کې د کمپیوټر برخه کې زدهکړې کړي او وروسته یې، هاروارډ پوهنتون ته لاره پیدا کړه.
د ولسمشر په توګه له ټاکل کېدو څو میاشتې وروسته هغه له اسما الاخرس په نوم نجلۍ سره واده وکړ او د «حافظ، زین او کریم» په نمونو درې اولادونه لري.
د بشارالاسد ورور باسل الاسد چې له هغه مشر و او د خپل پلار ځای ناستی ګڼل کېده، په یوې ټرافیکي پېښه کې ژوند له لاسه ورکړ.
په ۲۰۰۰ کال هغه مهال چې بشارالاسد ۳۴ کلن و، د خپل پلار له مړینې وروسته د سوریې د ولسمشر په توګه وټاکل شو.
د نوموړي د واکمن پرمهال په ۲۰۱۱کال کې د سوریې خلکو د ډموکراسۍ د غوښتنې په موخه لارو او کوڅو ته راووتل، خو د حکومتي ځواکونو له لوري دغه لاریونونه وځپل شول.
بشارالاسد د خپلې واکمنۍ په لومړیو کې وروسته له هغې چې امریکا پر عراق برید وکړ، خپل مخالفت څرګند کړ او په ۲۰۰۳ کال کې د نوموړي او لوېدیځو هېوادونو د اړیکو ترمنمنځ ترینګلتیا رامنځته شوه.